دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان د سولې پروسې په اړه د استانبول کنفرانس لوړه موخه...

د افغانستان د سولې پروسې په اړه د استانبول کنفرانس لوړه موخه دا ده چې په دوحه کې د افغانستان روانې خبرې اترې ګړندۍ او بشپړې شي

پښتوجرنل
یوناما په یوې خبری اعلامیه کې ویلی چې د ترکیې جمهوریت، د قطر دولت او ملګري ملتونه په ګډه د ۲۰۲۱ کال د اپریل میاشتې له ۲۴ څخه د مې تر ۴ پورې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د استازو ترمینځ د لوړې کچې یو جامع کنفرانس ترسره کوي. ترکیه په استانبول کې د دغه کنفرانس کوربه توب کوي. د کنفرانس تر سره کوونکي د یوه خپلواک، آزاد او یو موټي افغانستان ملاتړ ته ژمن دي.

د افغانستان د سولې پروسې په اړه د استانبول کنفرانس لوړه موخه دا ده چې په دوحه کې د افغانستان روانې خبرې اترې ګړندۍ او بشپړې شي تر څو یو عادلانه او دوام لرونکی سیاسي جوړجاړی تر لاسه شي.

په کنفرانس کې برخه اخیستنه او د هغې اجنډا له افغان ګوندونو سره د پراخو مشورو موضوع وه. دغه کنفرانس به د خبرو اترو ښکېلو اړخونو سره په مرسته تمرکز کوي تر څو د ګډو او بنیادي اصولو یوې ټولګې ته ورسیږي چې د افغانستان د راتلونکې رهبرۍ لپاره به یو ګډ لیدلوری، راتلونکی سیاسي جوړښت او د شخړې پای منعکس کوي.

زموږ تمه دا ده چې دغه کنفرانس به د ټولو همکارانو لپاره یو مهم فرصت برابر کړي چې سولې، ثبات او هوساینې ته د رسیدو په لار کې د افغانستان له خلکو سره پر خپل ملاتړ ټینګار وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه