ويب ډيسک
پاکستان کې د قامي اسمبلۍ یو پېژندل شوی پښتون غړی ‘شېر افضل مروت’ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر، پخواني لومړي وزیر عمران خان په لارښونه له دغه ګونده ایستل شوی دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پيټيای) ګوند لخوا په دې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې شېر افضل مروت ته مکتوب استول شوی و او د هغه ځواب ته په کتو یې له ګونده د ایستل کېدو پرېکړه شوې.
دا اعلامیه د پيټيای یوه مرستیال مشر ‘فردوس شمیم نقوي’ لاسلیک کړې. پخپله شېر افضل مروت هم د دې اعلامیې له خپرېدو مخکې د خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي و چې ښايي له تحریک انصاف ګوند وایستل شي.
هغه لیکلي و “زه د خپل ګوند غړو په وار وار بدنام کړی یم… که د وفادارۍ او قربانیو بدل په داسې ناوړه ډول ادا شي، نو بیا به یو وفادار هم پيټيای او خان صاحب [عمران خان] لپاره د مخکې کېدو جرات ونه کړي.” ښاغلي مروت زیاته کړې: “ما خان صاحب نه دی پرېښی، خو که هغه زه پرېښودم نو بیا به هېڅکله خوا ته ور نه شم.”


