ويب ډيسک
بلوڅ آزادي غوښتونکي وایي د ۲۴ ساعتونو په تېرېدو یې لا هم د پاکستان د حکومت نږدې ۲۰۰ پوځیان او مامورین په ولکه کې دي او که یې پاتې وخت کې غوښتنې ونه منل شي، برمته شوي به بلوڅ ولسي محکمې ته وړاندې کړي.
هغوی پرون د جعفر اکسپرس په نامه د یوه رېل ګاډي مسافر برمته کړي وو چې په وینا یې ملکي خلک یې خوشې کړي او د پاکستان د پوځ، استخباراتو او ترهګرۍ ضد ادارې مامورین یې برمته کړي دي.
په تازه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې برمته شوي کساان مستقیماً په سرکارۍ ترهګرۍ، د خلکو ورکولو، صحرايي محکمو او د ولسي شتمنیو په لوټ کې دخیل دي.
د پاکستان حکومت پرون ومنله چې په جعفر ایکسپرس رېل ګاډي کې نږدې ۱۰۰ تنه پوځيان هم سپاره وو.
بلوڅ آزادي غوښتونکي زیاتوي چې د نړیوالو جنګي قوانینو او بشري حقونو په نظر کې نیولو سره یې د پاکستان حکومت ته د خپلو بندیانو د تبادلې لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی، خو په وینا یې حکومت د وخت تېرولو تکتیکونه کاروي او دا ښيي چې د خپلو پوځیانو د ژوند ژغورلو په اړه جدي نه دی.
هغوی همدارنګه ګواښ کړی چې بلوڅ آزادي غوښتونکی ځواک د خپلې هرې خبرې د عملي کولو وړتیا او ځواک لري.
د پاکستان حکومت له وسله والو د خبرو اترو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.


