ويب ډيسک
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د «ایرانخودرو» او «افغان اتومبیل» شرکتونو ترمنځ د یوې هوکړې له مخې، له راتلونکي کال څخه درې زره «سمند» موټر افغانستان ته واردېږي.
د اقتصادنیوز د راپور له مخې، دغه موټر به د کابل او هرات د تاکسي سیستم کې وکارول شي. د دې تړون ارزښت ۴۲.۵ میلیونه امریکایي ډالر اټکل شوی.
ایراني رسنیو د دې تړون په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي، او تر اوسه د حکومتي چارواکو هم د دغو موټرو واردات نه دي تایید یا رد کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د ټیټ کیفیت موټرونه د دې هېواد د ترافیکي پېښو یو مهم لامل ګڼل کېږي.


