سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهګوتېرش :د جنسیت په لحاظ توپیر ټولو مېرمنو، نجونو، هلکانو او نارینه‌و...

ګوتېرش :د جنسیت په لحاظ توپیر ټولو مېرمنو، نجونو، هلکانو او نارینه‌و ته زيان رسوي.

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د نفوسو یا وګړیو د ورځې په مناسبت په نړۍ کې د نفوسو تر منځ له تبعیض خبرداری ورکړی.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي د سې ‌شنبې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د جنسیت په لحاظ توپیر ټولو مېرمنو، نجونو، هلکانو او نارینه‌و ته زيان رسوي.

ګوتېرش د خپل ټویټ په یوې برخې کې د نړۍ خلکو ته په خطاب کې لیکلي دي:«راځئ د وګړیو په نړیواله ورځ او بلې هرې ورځ کې له هغو مېرمنو او نجونو سره واوسو، چې د خپلو حقونو له پاره مبارزه کوي.»

انتونیو ګوتېرش ټینګار کړی دی چې پر مېرمنو، پانګونه د خلکو، ټولنو او هېوادونو د پرمختګ سبب ګرځي.

انتونیو ګوتېرش داسې حال کې په ټوله نړۍ کې له جنسیتي تبعیض خبرداری ورکوي چې د افغانستان مېرمنې چې د شمېرو له مخې، د دغه هېواد نیمايي نفوس کېږي، نیږدې دوه کاله له خپلو اساسي حقونو، په ځانګړي ډول، زده کړو، کار، سیل ځایونو او آن په خپله خوښه له لباس اغوستلو محرومې شوي دي.

د نړیوالې ټولنې له هرځلي غوښتنو سربېره هم طالبان د مېرمنو خلاف د بندیز لګولو فرمانونو ته دوام ورکوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه