ويب ډیسک
سیمه ییزې امنیتي سرچینې وايي، چې د وسله والو بریدګرو یوې ډلې د چهار شنبې په ورځ جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۱) د پاکستان د بلوچستان د ایالت د ژوب په ښار کې د پاکستان د نیمه پوځي ځواکونو په یو مرکز برید کړی، چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.
سیمه ییزو امنیتي سرچینو خبریالانو ته د لومړنیو رپوټونو پراساس ویلي، چې په دغه نښته کې پنځه امنیتي منسوبین وژل شوي او نهه تنه نور د پنځه ملکي وګړو په ګډون ټپیان شوي دي.
همداشان په دې نښته کې درې بریدګر هم وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ وايي درې ترهګر مو وژلي او دوه مو ژوندي نیولي پوځ زیاته کړې په برید کې د پاکستان څلور سرتیري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي . سیمه ییزو امنیتي سرچینو ویلي، چې په دغه مرکز باندې برید پای ته رسیدلی دی. خو دا رپوټ په خپلواک ډول نه دی تائید شوی.
د ژوب مرستيال کمشنر حافظ طارق امریکا غږ ته د نیمه پوځي ځواکونو پر مرکز باندې برید تائید کړی دی.
حافظ طارق ویلي، چې په دغه مرکز کې دننه د پاکستان پوځ او د نورو پوځي ادارو منسوبین په عملیات کې برخه لري او هم د ژوب په ښار کې په عملیاتو کې د مرستې لپاره پوليس او نور پوځي ځواکونه د تیارسئ په حالت کې راوستل شوي دي.
حافظ طارق ویلي، چې په عملیاتو کې د پوځي هیلکوپټرو څخه هم کار اخسيتل کیږي.
يوه بل چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ډیوه ته ویلي:” دا پر پوځي مرکز لوی وسلوال بريد دی، چې پر ضد يې عمليات روان دي، شپږ پوځي سرتيري ټپي شوي او د څو تنو د مرګ اطلاع هم شته، دوه درې بريد ګر هم وژل شوي دي”.
د ژوب د ملکي روغتون د چارواکو په وينا، پنځه ټيپان روغتون ته ور وړل شوي چې يوه ښځه او دوه ماشومان هم پکښې شامل دي.
د روغتون د چارواکو په وينا د ټپي شوې مېرمنې حالت له خطر سره مخ دی او هغه يې د نورې درملنې لپاره د کویټې ښار ته لېږلې ده.
تر اوسه ددغه برید مسولیت هیڅ کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
د ژوب په ښار کې ځینو اوسېدونکو ویلي، چې نښته شاوخوا د سهاردوه نيمې بجې پیل شوه، چې د سهار تر پنځو بجو پورې یې دوام درلود او بیا په جګړه کې د لږ ساعت ځنډ وروسته د دواړو خواو ترمنځ بیا ډزې پیل شوې.
یاد دې وي چې یاد برید پړه د تحریک جهاد پاکستان په نوم ډلې په غاړه اخیستي .
په ژوب کې پر دغه پوځي مرکز ددې برید دمخه د دغه ښار د شیراني په غرنۍ سیمه کې هم د روانې جولای د میاشتې په درییمه د پولیسو د تالاشۍ په یوه پوسته برید شوی و، چې په کې درې پولیس او “ایف سي” په نوم د پاکستان د سرحدي ځواکونو یو سرتیری وژل شوي و.
په دغه برید کې د یو بریدګر د وژلو ادعا هم شوې وه. د شیراني د غرنۍ سیمې د برید مسولیت تحریک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخیستی و.
همداشان د روان کال د مۍ د میاشتې په ۱۹ د ژوب د شیراني په سیمه کې د پاکستان د جماعت اسلامي د ګوند د مشر سراج الحق د موټرو په کاروان باندې ځانمرګی برید شوی و، چې په کې پنځه تنه ټپیان شوي و، خو د دغه ګوند مشر ته زیان نه و رسیدلی.


