سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملا هیبت الله:امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل...

ملا هیبت الله:امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل غواړو

پښتو جرنل

د طالبانو امیر ملا هیبت الله خپل اختریز بیان خپور کړی او هغه بیان کې لیکلي چې لومړی ټولو مسلمانانو، هېوادوالو، د شهیدانو کورنیو، کونډو او یتیمانو ته د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت مبارکي وایم. الله تعالی مو قربانۍ، حجونه، صدقات، دُعاګانې او ټول نیک اعمال په خپل عالي دربار کې قبول کړه.

الله تعالی دې زموږ د ملت ستونزې او ستړیاوې او د ټولو اقشارو هغه ستومانۍ پخپل عالي دربار کې قبولي او منظورې وګرځوي چې د هېواد د آزادۍ او اسلامي نظام د اقامې لپاره يې وګاللې.
ــ ګرانو هېوادوالو!
الحمدلله داځل لوی اختر په داسې حالت کې لمانځو چې د الله جل جلاله په فضل او کرم سره مو هېواد په بشپړ ډول ازاد شوی، اسلامي نظام قایم دی، ټول ملت مو د امن، آرام او اخوت په فضا کې ژوند کوي.
دا ستره فتحه یوازې د ا.ا او د سنګر د مجاهدینو نه؛ بلکې د ټول ملت را سره شریکه ده چې په شل کلن جهاد کې يې هر ډول تکلیفونه راسره وګالل تر څو مو هېواد له اشغال څخه ازاد شو.
ــ د افغانستان ا.ا په هېواد کې د اسلامي شرعي نظام د قیام ترڅنګ، امنیت، پرمختګ او د دې هیواد د بیا رغونې لپاره هر ډول هلوځلو ته خورا جدي متوجه دی.
ـــ الحمدلله وروسته له ځنډ سږ کال زموږ ډېر هيوادوال یو ځل بیا د اسلام د یوعظیم رکن د حج سترې فريضې اداء کولو لپاره حرمينو ته تللي دي. الله تعالی دې د دوی ټول عبادتونه او دعاګانې قبولې کړي، الله تعالی دې په خير خپلو کورونو ته راورسوي او الله پاک جل جلاله دې د دوی او د ټولو حاجیانو حج مبرور وګرځوي. هيله لرو چې حاجي صاحبان په خپلو نېکو دعاګانو کې موږ او د ا.ا ټول مسؤلين ياد کړي، د هېواد د پرمختګ او د ولس د هوساينې او خوښيو لپاره هم دعاګانې وکړي.
ـــ موږ ګاونډیو او د سیمې او نړۍ هیوادونو ته پوره ډاډ ورکوو، چې افغانستان به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې زموږ له خاورې په استفادې د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
همدا ډول له نورو هېوادونو څخه هم غواړو چې زموږ په داخلي چارو کې هېڅ ډول مداخله ونه کړي.
ـــ موږ د امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې ډیپلوماتیکي، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړو او دا د ټولو جهتونو په خیر بولو.
ــ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د هېواد په بیارغونه کې باید ټول ونډه واخلو دا مو هیوادنۍ مکلفیت او دیني وجیبه ده. په ټولو جهتونو غږ کوو چې موږ له هیچا سره ذاتي دښمني نه غواړو. زموږ غېږه د خپلو هېوادوالو پرمخ خلاصه ده. زموږ دوستي او دښمني د اسلامي اصولو پر بنا ده.
ــ دا چې له بهر څخه افغانان بیرته خپل هیواد ته د راتګ په حال کې دي، نو د تماس کمیسیون ته لارښوونه کوم، هغه افغانان چې هېواد ته راځي د هغوی سره ټولې شوې ژمنې پوره کړي. د هغوی سر، مال او عزت ته څوک زیان ونه رسوي.
ــ څوک چې له اسلامي نظام سره د مخالفت هڅې کوي او په هېواد دننه او بهر د دسیسو ښکار ګرځي، په هغوی غږ کوم چې باید له تېرو ترخو تجربو څخه زده کړه وکړي. نور د فتنو او فساد خپرول، د جنګ او بې امنۍ کوښښ کول د هېچا په ګټه نه دي. غوره ده چې د دغسې ناوړه حرکاتو څخه لاس واخلئ او د اسلامي شرعي نظام د حاکمیت تر چتر لاندې هوسا ژوند ته را وګرځئ.
ــ ا.ا ټولو هغو مشکلاتو ته متوجه دی چې زموږ خلک ورسره مخ دي. د اقتصاد پياوړتیا، بیارغونه او د باقي پاتې مشکلاتو لری کول زموږ او زموږ د ملت مشترک مسئولیت دی. راځئ چې لاسونه سره ورکړو، په ټولو مشروع امورو کې یو د بل ملاتړ وکړو او دا هېواد پخپل لاس بیرته آباد او سوکاله کړو.
په خپل ولس مو باور دی چي د تل په څېر به له اسلامي نظام څخه کلک ملاتړ ته دوام ورکوي. د هغو علماوو متدینو مخورو او سپين‌ږیرو اقدامات د قدر وړ دي چې په دا وروستیو کې په کابل کې په یوه ستره غونډه کې سره راټول شول، له اسلامي امارت څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ او د ملت په خیر او ګټه سپارښتنې يې وکړې.
له دغو علماء کرامو او مشرانو څخه غواړو چې لا هم خپلې هلې ځلې ونه سپموي او د سولې، امنیت او آبادۍ د دوام او استحکام لپاره لا هم له ا.ا سره همکاره واوسي.
ــ د ښوونې او روزنې بهیر ته ا.ا خاصه پاملرنه کوي. خصوصا په دیني لحاظ د اولادونو تعلیم او تربیې ته او ترڅنګ یې د عصري علوموتربیې ته، دا ټول هغه څه دي چې ا.ا يې اهمیت درک کوي او د پرمختګ لپاره به يې هڅې کوي.
ــ اا.ا د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په چوکاټ کې د سمع شکایاتو اداره لري، هېوادوال کولای شي چې د هر ډول ظلم او زیاتي په صورت کې د سمع شکایاتو له ادارې سره اړیکه ونیسي او خپل شکایت ثبت کړي.
همدا ډول د سمع شکایاتو کارکونکوته ځانګړې لارښوونه کوم چې د خلکو د شکایت په اوریدو کې خورا جدي واوسي، هر شکایت ښه تعقیب کړي، رسیدګي ورته وکړي او د شکایت کوونکي شکایت رفع او دفع کړي. په دې لاره کې که لا ډيرو اجراآتو ته اړتیا پېښیده له سترې محکمې او نظامي محاکمو څخه ځانګړې همکاري غوښتلای شي.
ــ د روغتیا په برخه کې خلکوته تر ممکنه حده پورې سهولت برابرول هم د ا.ا دنده ده. د صحت وزارت ته مو لارښونه داده چې حتی الامکان په ټولو نیږدې او لرې پرتو سیمو کې روغتونونه، صحي کلینیکونه او مرکزونه فعال وساتي، وده ورکړي او د صحت مسلې ته لاهم توجه وکړي. له نړیوالو او داخلي صحي نهادونو سره د دوامداره اړیکې په وسیله د خپلو هېوادوالو لپاره د صحي چاپیریال په پراخولو او لا ډير خدمت کولو کې ډير کوښښ وکړي.
ــ دیني علماء کرام دې په ټول هېواد کې د خلکو په دین پوهولو او د خلکو د اعمالو اصلاح ته د امربالمعروف، پوهنې او عالي تحصیلاتو وزارتونو سره په همکاري ډيره توجه وکړي. هر ملت او هېواد هغه مهال د عزت او ريښتوني امن او سوکالۍ خوند څکلی شي، چې د الله تعالی څخه بغاوت او سرکشي په کې نه وي. نو د خلکو د اصلاح او په دین باندې د خبرولو دنده علماء کرامو ته سپارل شوې. هغوی باید په دې برخه کې لا هم خپل مکلفیت په احسنه وجه ادا کړي. په مساجدو، غونډو، رسنیو او پروګرامونو کې د خلکو د اصلاح او ذهني تنویر کوښښ وکړي او هغوی ته د نیک هدایت وسیله شي.
ــ ا.ا د هېوادوالو هرډول حقه حقوقو ورکولو ته ژمن دی، ځکه چې اسلام موږ ته د ټولو خلکو د حقوقو د ورکولو او ساتلو امر کوي. همدا راز به د شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقوقو په تامین کې کوښښ کېږي.
ا.ا د اسلامي اصولو او شریعت په رڼا کې د هېواد د ملي منافعو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی. ژورنالیستان دې د دغو دوو مهمو ټکو په نظر کې نیولو او د ژورنالیزم د اصولو په مراعاتولو سره خپل فعالیت کوي.
ــ ټول سالم او متدین مخلص، با استعداده او مسلکي اقشار، چې بې داغه سابقه ولري، ډاکټران، انجنیران او تعلیم یافته او ټول هغه کادرونه چې د ولس خدمت کولای شي، ملي سوداګر او پانګوال باید پوه شي چې زموږ هېواد د دوی استعدادونو، لارښونې او کار ته ډيره اړتیا لري. ا.ا دوی ته د قدر په سترګه ګوري، ټول به په مشترک او متعهد ډول خپل ویجاړ هېواد بېرته ودانوو.
ــ د ا.ا ټول امنیتي ځواکونه باید خپلو ورځنیو اعمالو، په خدمت کې اخلاص او ښه نیت، د خپلو مسولینو اطاعت او له ولس سره نیک چلند ته ځانګړې پاملرنه وکړي، له غرور او تکبره ځان وساتي او پخپل مینځ کې لا ښه اتفاق او همغږي سره ولري.
د بیت المال ساتنه او پالنه له موږ ټولو څخه ډیره توجه غواړي، خصوصا وسلې، نظامي وسایط، مهمات، حکومتي ودانۍ، ملي شتمنۍ او د بیت المال اړوند ټول شیان، د دې ملت امانت دي، هېڅوک يې د ضایع کېدو، خرابیدو او بې د مشرانو له اجازې پکې د تصرف کولو حق نه لري.
ــ په دې وروستيو کې د هېواد په ځينو برخو کې د زلزلې له امله ډېری هيوادوال متأثره شول، د کورنۍ غړي يې شهيدان او زخميان شول، الله تعالی دې شهيدان وبښي او دردېدلو ته دې صبر او اجر ورکړي.
دا پېښه زموږ او د ټولو هيوادوالو لپاره ډېره خواشينوونکې وه، موږ ټول له دوی سره په غم کې شريک يو او مسولينو ته مو پر وخت دنده سپارلې چې د پېښې ځايونو ته ځانونه ورسوي او ژر تر ژره له خلکو سره اړينې مرستې وکړي. زه پوره باوري يم چې د مرستې په رسولو کې مسولينو خپله دنده په شفافيت او ښه توګه ترسره کړې ده.
ــ په هېواد کې د بیوزلو، یتیمانو او معلولینو د کورنیو او نورو محتاجو خلکو د احتیاج پوره کولو لپاره ډېره هڅه پکار ده. ا.ا د دغه ځوریدلي قشر لپاره ځانګړې توجه لري، د شهیدانو او معلولینو، او مهاجرینو وزارتونو او د سرې میاشتې ریاست ته لارښوونه شوې، چې د خپلو امکاناتو په دایره کې له بېوزلو، همدا ډول د یتیمانو او کونډو له کورنیو او نورو محتاجو هیوادوالو سره بې له توپیره هره ممکنه مرسته وکړي. په دې کار کې د شتمنو او مالدارو هېوادوالو او سوداګرو وروڼو مسولیت هم ډیر دروند دی، چې خپلو بېچاره هېوادوالو ته ډېره پاملرنه اوتوجه وکړي او په دې سختو اقتصادي شرایطو کې تر هر څه ډیره مرسته ورسره وکړي او خصوصا د اختر په مبارکو شپو ورځو کې بیا خاصه پاملرنه ورته پکار ده.
په پای کې ټولو هېوادوالوته یوځل بیا د لوی اختر مبارکي وایم او هیله لرم چې هېوادوالو به په بشپړه ډاډمنه او خوشحاله فضا کې د اختر شپې ورځې تیرې کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه