ویب ډیسک
د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وایي د افغانستان تعلیمي نظام باید د مسلکي توب خواته ولاړ شي چې فارغ یې په آزاد بازار کې د کار موندنې اړتیا ولري. د هغه له نظره نظري پوهه که هرڅومره مهمه هم وي، له مسلکي او تطبیقي اړخ پرته په بشري پانګې کې سمه ونډه نه شي درلودای. ښاغلي غني چې د «ژوند لارې پودکاستو» په لړ کې د افغانستان د بشري پانګې پر لرلیدونو غږېده، د هغو اسلامي او لوېدیځو هېوادو د تجربو د څېړنې او خپلونې سپارښتنه وکړه چې په دې برخه کې تر نور ډېر او چټک بریالي شوي دي.
ډاکتر غني وویل، هغسې چې ارزښتونه او نظرونه په یوازې سر په تخنیکي پوهه نه بدلېږي، تخنیکي پوهه هم پخپله ارزښت نه شي کېدای او زموږ له پاره د تخنیکي پوهې او ملي اسلامي ارزښتونو د تلفیق اړتیا ده. اشرف غني د افغانستان د ښوونځیو او پوهنځیو نصابونه او د زده کړو کلونه د اوسنۍ زمانې له غوښتنو لرې وبلل چې هم زده کوونکی او محصل د ډېرو مضامینو تر بار لاندې ستړی کوي او هم د تعلیمي کلونو د بېځایه ډېرونې او اوږدونې له لارې وخت ضایع کوي. ده وویل: «وگورئ څو مضامین یې بار کړي وو په زده کوونکو باندې؟ کوم بل مملکت دی چې دومره لوی بار په ماشوم باندې اچوي… همدغه رقم ولې پوهنتونه دوه کاله نه وي؟»
د نصاب په برخه کې اشرف غني، پړه تر ډېره د چمتو کوونکو په غاړه واچوله چې د نصاب لیکنې وړتیا یې لږه وه:«نصاب واقعاً د هغو خلکو له خوا ونه لیکل شو… چې د نصاب متخصصین وو. نصاب په سیاسي لوبو باندې بدل شو، مختلفو برخو باندې یې کش کاوه.»
هغه د پوهنې وزارت د کمکارو او په فساد ککړو ادارو په سر کې وباله چې تر پایه یې د تعلیم، درسي موادو، ښوونځیو ته د ودانیو او نورو اړینو اړتیاوو غم ونه شو خوړلای: «وزارتونه د دې لپاره دي چې د یو ولسمشر بار سپک کړي. زموږ ځینې وزارتونه داسې وو، چې یو عظیم پیټی و په باقي حکومت باندې او د پوهنې وزارت د دې په صدر کې و.»
ښاغلي غني دغه راز وویل چې د پوهنې وزارت د مشرتابه ډلې، هېواد ته د کار پرځای، خاصو افرادو ته کار کاوه او ټول هېواد ته یې په یوه سترګه نه کتل: «ننگرهار او کندهار باندې ډېر لوی ظلم شوی و. دواړه ولایتونه چې د افغانستان له لویو ولایتونو دي، او لوی نفوس په کې پروت دی، د پوهنې وزارت ورسره د مور او د میرې چلند کاوه، تر [څو] چې ما اصلاح کړ. زه مجبور شوم چې خپله مداخله وکړم.»
ښاغلي غني دغه راز، د لوړو زده کړو موسسې هم له اصلي محور نه وتلې وبللې چې د بشري پانګې په توګه د محصلانو د روزنې پرځای، د محدود قومي سیاستونو په کړۍ کې ونښتلې.
ښاغلي غني وویل، چې د بشري پانګې د ایجاد له پاره، د تعلیمي نظام د اصلاح ترڅنګ، د معلم د مقام، معیشت او ټولنیزې ونډې د لوړولو اړتیا ده چې ارزښت یې، د هغه په ټکو، « د حاکم له ارزښت نه، د ولسوال د ارزښت نه، د قاضي صاحب د ارزښت نه او د نورو نه کم نه وي، باید ډېر وي.»
ډاکتر غني د کورنیو کړکېچونو له امله د افغانستان د بشري پانګې بیا بیا تباه کېدل، د ځینو هغو ناخوالو او ستونزو بنسټ وباله چې د جمهوریت په شلو کلونو کې د دولت په اداره او د مامورینو د کار په بڼه کې لیدل کېدې. هغه وویل: «زموږ بشري پانگه له منځه تللې وه، صفر ته، تحت صفر ته رسېدلې وه، او ډېر زر خلک اوچتو چوکیو ته ورسېدل، بې له دې نه چې هغه احساس او زمینه د تدریجي پرمختگ، چې سړی آشنا کوي او په وطن باندې یې پوه کوي؛ [ددغې لوړتیا وسیله شي].»
له همدې امله د ښاغلي غني په وینا جګپوړي مامورین د کار پرځای، د خپلو ځانګړو موخو له پاره په خپلمنځي سیالیو اخته وو: «یو ذهنیت راغلی و، د عالي رتبه مامورینو منځ کې، چې منفي رقابت وکړي. یو بل سره نه ټولېدل او ټول بار به په ما باندې و چې دوی ټول کړم.»
ښاغلي غني په بشري پانګه کې د روحاني قشر ونډه هم لویه وبلله چې باید د مدرسو فارغانو ته په هغې کې وړ او دروند ځای وي. هغه وویل، په پوهنتون کې یې د یوه صفري کال د معرفي کولو وړاندیز د همدې له پاره وو چې له محصلینو سره د ګډ ملي او اسلامي فکر په جوړولو کې مرسته وشي: «[ټاکل شوې وه په دغه صفري کال کې] هم اساسي د فکر بنسټونه او هم د ارزښتونو بنسټونه جوړ شي… چې [ټول محصلین په] یوه ملي فضا کې، په ملي ارزښتونو او اسلامي ارزښتونو باندې باورمند [شي] او په دې برخه کې تضاد ته لاړ نه شي. د دې تضاد حل کول اساسي دی.»
محمد اشرف غني د بشري پانګې د ځانګړتیاوو او ارزښت په اړه د دې دویم او وروستي پروګرام په پای کې، د هېواد پر اوسني حالت چې په یوه ناڅرګند لور ته روان دی، تم شو او ویې ویل: «باید نظام باندې په اساسي توگه فکر وشي، چې یو هوسا، باثباته، هدفمند او ولسواک افغانستان لپاره، یو مستقل، قانونمند او ولس ته مسؤل، ولسواکۍ باندې استوار نظام، څنگه منځ ته راځي؟ چې دا هدف چې یو هوسا افغانستان، پرمختللی افغانستان، او باثباته افغانستان وي، ترسره شي.»
د هغه په وینا، دغسې لوی مسایل د ټولو ګډون غواړي، خو حتمي نه ده چې د وطنوالو له شک او تور سره مخامخ کسان هم په دغسې سلا او مشورو کې راښکېل شي. هغه وویل: «دا یو ملي بحث غواړي. د لازمي اجماع، معنی دا نه ده چې سل فیصده ټول په کې راشي، لازمي اجماع هغه ده، چې هغه افراد چې وطن سره یې [خیانت] کړی او وطنوال قانع نه دي چې هغوی په راتلونکي کې مثبت رول لوبولی شي، هغوی باندې د نفې خط وویستل شي؛ مگر راتلونکو نسلونو ته او اوسنيو نسلونو ته، باید د ژوند او هوسايۍ زمینه برابره شي.»


