دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کابل پوهنتون استاد سيد باقر محسني تېره ورځ د قلع فتح...

د کابل پوهنتون استاد سيد باقر محسني تېره ورځ د قلع فتح الله سيمې څخه نادرکه شوی

ويب ډیسک

د رسنيو د راپورونو له مخې، ‏د سیاسي چارو شنونکی او د پوهنتون استاد، سید باقر محسني خپلوان وایي، چې هغه د تېره ورځ د ا.ا له خوا نیول شوی دی.

د باقر محسني د کورنۍ یو غړی چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په دې راپور کې واخېستل شي. وایي، چې د تېرې جمعې په ورځ محسني ته زنګ راغی او ورته وویل شول چې د ‘سي اېن.اېن’، نړیوالې رسنۍ، سټوډیو ته د مرکې لپاره مېلمه يې.

د رسنيو د معلوماتو له له قوله باقر محسني دوه تره زامنو سره یوځای د مازدېګر ۵ بجې د کابل ښار د قلعه فتح الله له شپږم سړک، د بي بي مهرو سیمې خوا ته حرکت وکړ.

خو له ځنډ وروسته د سید باقر محسني او د دوه تره زامنو یې سید حمید او سید اسماعیل، په تړاو هېڅ مالومات نشته.

حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه