لیک : عبدالله لیوال
برطانوۍ لیکوالي اغلې کرسټینا لېمب دوه ځله افغانستان ته سفر کړئ او دې په خپلو سفرونو کي په وار وار دبېلابېلو ښارونو دورې کړې دي او هغه افغانان یې له نږدې لیدلي چي د نړۍ د زورورو د جګړې شومه شوي. اغلې کرسټینا د افغانستان له ډېرو جنګي کمانډرانو , سیاستوالو او قبايلي مشرانو سره لیده کاته کړي او طالب کمانډرانو سره د هغوی په کمین کي په وار وار پاته شوې او د دې ناوړه جګړې یې له نږدې کتنه کړې ده.
طالبان چي د افغانستان د تاریخ پر مخ یو تور داغ دی په ۱۹۹۴ء کي یې دپنجابي اسټبلشمنټ په مرسته افغانستان تر پښو لاندي کړ.
اغلې کرسټینا لیکي : طالبانو په افغانستان کي ډېر ظلم او بربریت وکړ لکه يو کس په کاڼو ویشتل په دار ځړېدل د یو انسان حلالېدل ورځنۍ مشغله او تفریح ګرځېدلې وه چي خلکو به د لوبو په نیت کتل د افغانستان له نیولو سره سم یې سخت دریځه فرمانونه جاري کړل.
دبېلګي په توګه:
(۱) په لوړ اواز خندلو بندیز.
(۲) ښځي به خپل اواز په نارینه نه اوري.
(۳) پر ښځینه رنګینو / ورېښمينو جامو بندیز .
(۴) ټي،وي (ټلویزون ) کتل او پر ریډیو اورېدلو بندیز .
(۵) د ښځو پر سینګار بندیز .
(۶) کومه ښځه چي نوکان سرۀ کړي ګوتي به ځني پرې کېږي.
(۷) هغه ښځي به وهل کېږي چي لوړغږي يا جګ سېنډل یې په پښو وي.
د اسلام په پوښ دې جګړې هر اړخیزه زیان ورساوه دې ناوړه جګړې د افغانستان ملي فوځ ختم کړ او ورسره یې ټول فوځي ساز اوسامان کباړ او ګاونډیو هیوادونو کي وپلورل شوو.
دوه میليونه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ ، دوه میليونه افغانان معذوره او پنځه میليونه افغانان بې کوره او په نورو هېوادونو کي د هجرت شپې او ورځي تېروي
دې ناورین د افغانستان معاشي ،سماجي،سیاسي،فوځي او تعلیمي بنسټونه له مېنځه یؤړل.
اغلې کرسټینا افغانستان ته په دویم ځل راتګ سره د هرات سفر هم وکړ، هرات چي په پېړیو پېړیو د پوهي ،فن او کلتور مرکز ؤ ستر ستر پوهان یې زېږولي لکه مولانا جامي ،علي شېرنوايي ،کمال بهزاد او داسي نور ….
د پوهي اوفن څښتن علي شېرنوايي دا خبره د هرات هنري او علمي څېره را په ګوته کوي چي وايي “په هرات کي څوک پښې په غټ زړۀ نشي غځولائ چي هسي نه له یو شاعر یا عالم سر ونښلي /ولګېږي” خو د طالبانو له راتګ سره دا هر څه په بله واوښتو لکه د یو فنکار په اړه اغلې لیکواله داسي وايي: کله چي طالبانو د هرات د ګورنر د دفتر مخي ته د وتلي فنکار محمد سعید مشعل رسم شوئ د هرات ۵۰۰کلن تاریخ کوم چي د محمد سعید مشعل د ټول ژوند خواري وه په سپين رنګ خراب کړ د همدې ناوړه پېښي له کبله دفنکار زهره وچوده .
خو د دې اور لمبې یواځي په هرات کي نه بلکي په ټول هېواد کي خپرې شوې کتاب لیکي: چي طالبانو هغه ټول دفن او علم مرکزونه وتړل چي افغانانو به ترې استفاده کوله پوهنتونونه یې په خپل استوګن ځایونو بدل کړل ، ښځینه مکتبونه یې په جوماتونو بدل کړل ، هغه ټول انځورونه او کتابونه یې وسوځول پر کوم چي به د ژوندي / ساه اخیستونکي انځور رسم ؤ او هر هغه څه چي د افغانستان د تاریخ او کلتور برخه وو له مېنځه یؤړل هغه میوزيمونه یې لوټ کړل چي د زرونو کلونو اثار پکي پراته وه لکه دغزني تختې چي پنځلس زرهٔ کاله تاریخ یې لاره ، د لومړۍ پېړۍ دیونان د زرو سکې ، د سکندر لوښي چي د پیل په غاښونو کي جوړ شوي وو او هغه میوزیم هم لوټ کړل شو کوم چي غازي امان الله په کال۱۹۲۴ء کي جوړ کړ او د یو لکھ نه زیات اثار پکي پراته وو د افغانستان د تاریخ او کلتور لویه برخه لکه د ګوتم بدھ یا خدائګوټې وینس مجسمې ماتي کړل شوې طالبان چي تل تر کلیو او هجرو پوري محدود پاته شوي وو له سیاست او عصریت څخه ناخبره وو ډېر په اسانه د پنجابي اسټبلشمنټ په پنجه کي راغلل او هر هغه کار چي د پنجابي اسټبلشمنټ په ګټه ؤ په دوی يې وکړ. طالبانو هر هغه کار چي د افغانیت او د نړۍ د قوانینو خلاف وو په ډېر وحشت او جهالت تر سره کړ.


