یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍبې پيلوټه الوتکو د عراق پر يوې پوځي اډې بريد کړی

بې پيلوټه الوتکو د عراق پر يوې پوځي اډې بريد کړی

ويب ډیسک

د عراق پوځي ادارې د جنورۍ په ۴مه نېټه په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې د دغه هېواد په لويديځ الانبار ولايت کې د اسد هوايي پوځي اډه د همدې ورځې په سهار وختي د دوو بې پيلوټه الوتکو له بريد سره مخ شوې، خو چا ته يې د سر زيان نه دی اړولی.

د عراق د ګډو عملياتو د قوماندانۍ مرکز هم په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې خبر پخلی کړی او ويلي يې دي، چې دغه ۲ بېپيلوټه الوتکې د پوځي اډې په بهر کې د دفاعي سيستم له خوا ويشتل شوي دي.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه