دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاوچا: په تیرو درې کلونو کې افغانستان سره ۶،۷ بشري مرستې شوي...

اوچا: په تیرو درې کلونو کې افغانستان سره ۶،۷ بشري مرستې شوي دي

ويب ډيسک

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي په تیرو درې کلونو کې د افغانستان له پاره ۶،۷ میلیارډه ډالره مرسته راټوله شوې او په بشري مرستو لګول شوې ده.

اوچا په تاره خپور کړي رېپورټ کې ویلي چې یادې مرستې  د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي راټولې شوي دي او که دوام پيدا نکړي نو د خوراکي توکو امنیت به وګواښي او غربت به زیات شي.

په دغ راپور کې راغلي، چې د دغو مرستو ډیره برخه په ۲۰۲۲ کال کې شوې ده ۳،۳  میلیاډه ډالره ده.

دغه سازمان د بې وزلۍ او بشري ناورین د کمولو په برخه کې د نړۍوالو مرستو د مثبتو اغېزو په اړه ویلي، چې «افغانستان لا هم د طبیعي پیښو، د اقلیم د بدلون او جیو پولیټیکي بدلونو له امله ډیر زیانمن دی.»

اوچا د طالبانو امربالمعروف قانون ته په اشارې سره، د افغانو ښځو او نجونو پر مخ په زیاتیدونکو بندیزونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او دا یې په هیواد کې د بشري حقونو د ناورین او امنیتي خطرونو نښه وبللې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه