ويب ډیسک
د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول په تاجکستان کې د احمد مسعود د شتون خبر رد کړ او ویې ویل چې هغه د ملي مقاومت مشر دی.
علي میثم نظري په ورته وخت کې ویلي احمد مسعود د سیاسي او پوځي مشر په توګه کولی شي نورو هېوادونو ته سفر وکړي او له چارواکو سره وګوري.
طالبانو پخوا ادعا کړې وه چې احمد مسعود به په تاجکستان کې اوسیږي او یوازې کله کله د افغانستان په سیمو کې له مقاومت ځواکونو سره ګوري.
نظري وي او اې ته ویلي، هغه کسان چې په تاجکستان کې د احمد مسعود د شتون خبر ورکوي، د ملي مقاومت له جبهې سره اړیکه نه لري.


