لیک : محمد علیم بسمل
په رسمیت پېژندل دتا حق دی داچې دنیا دې په رسمیت نه پېژني درباندې ملا مته ده .
خو لکه څنګه چې دنیا په تا ملا مته ده ، همداسې ته پخپلو ملګرو ملامت یې. دوی چې کوم حق لري په هغه سترګه دې نه دي ورته کتلي.
غالبا له ابو سفیان سره بل عمرو ابن سهیل ؤ دحضرت عمر رض دملاقات اتتظار یې کاوو
ابو سفیان عمرو ته وویل ؛ موږ د قوم مشران او دعزت خلک یو، وخت نه راکول کیږي بلال فلانی،او فلانی دیننه ناست دي. سهیل ابو سفیان ته وویل دهغوی حق دی؛ کله چې زه او ته د دین په خلاف ؤ دوی سر ورباندې ورکاوو ….
تا هغه کسان چې دانقلاب په تله کې یې واچوې یو مثقال وزن هم نلري پخپل سر کینولي اُولئِکَ المُقربُون فِی جنَّات النَعیم.
مهاجرین انصار ، سابقون اولون په اعراف کې پراته دي.
ډېر داسې کسان دي چې په ټول انقلاب کې یې دافغانستان شمال هم په مخ نه و لږېدلای ، اوس پاچاهي ته راغلي تاهم ښه غټ ، غټ پوسټونه ورکړي ، چاچې دلته په سرونو لوبې کولې یا خو بې سرنوشته دي ، اویا دې هسې یوه خرکوسه وظیفه ورکړې .
زه داسې کسان پېژنم چې ولا که یې دبنګنې غږ هم اورېدلای وي ،کونه يې د دوکان چوکۍ وسولولې ورځ به یې له لیلی سره وه شپه له لیلو سره اوس په ډېرو مهمو ځایونو کې دي.
هغو شېربریتو چې له چاپې سره یې په خالي میدان ډغرې وهلې اوس یې بې خونده حالت دلعنت طوق دی او په غاړه کې یې پروت دی .
که چوکۍ، دنده نه ورکوې یا نسته ، یا څه بل عذر وي دانقلاب داتل ګټونګي امتیاز خو ورکړه.
دزنخان دملاحبیب الله ښځه مړه شوه هرچاته به یې وېل چې یوه کونډه راته پیداکړه، یوه ورځ یې له موږ نه هم غوښتنه وکړه، خوموږ ټوکه ورباندې وکړه او په خندا مو تېره کړه،هغه یو متل وکړ و یې وېل ؛چې غ … مې نه، په ک ..س پورې خو مې مه خانده.


