یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتحریک انصاف ګوند یو بنسټګر، ډاکټرصدیقي په یو برید کې وژل شوی

تحریک انصاف ګوند یو بنسټګر، ډاکټرصدیقي په یو برید کې وژل شوی

ويب ډيسک

د پخواني لومړي وزیر عمران په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو بنسټګر، ډاکټر شهید صدیقي په یو برید کې لومړی ټپي او بیا وژل شوی دی.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې صدیقي جمعه د اګست پر ۲مه، غرمه مهال د لاهور ښار د والنسیا په بلوک ایچ سیمه کې له جوماته د وتلو پرمهال په ډزو لګېدلی دی.

هغه وسله‌وال کس چې د تحریک انصاف ګوند غړی یې څلور ډزه وویشت او ټپي یې کړ، له سیمې تښتېدلی دی.

د راپور پر بنسټ، صدیقي چې په دې پېښه کې سخت ټپي شوی و، په روغتون کې ساه ورکړه.

پولیسو د صدیقي مړی عدلي طب ته لېږدولی او د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.

د تحریک انصاف ګوند د دغه برید په غندلو سره اعلان کړی چې د خپل بنسټګر له کورنۍ سره به د عدالت تر پلي کېدو پورې په څنګ کې پاتې شي.

تر اوسه د دې وژنې لامل او انګیزه نه ده څرګنده، ځکه د صدیقي زوی ویلي چې دوی له هیچا سره شخصي دښمني نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ دمخه د پاکستان د اطلاعاتو وزارت خبر ورکړی و چې د عمران خان ګوند د فعالیتونو مخنیوی کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه