یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيد ملګرو ملتونو یوه ډله کارپوهانو په افغانستان کې د نجونو پر...

د ملګرو ملتونو یوه ډله کارپوهانو په افغانستان کې د نجونو پر نیول‌کېدو اندېښنه ښودلې

ویب ډیسک 

د ملګرو ملتونو یوه ډله کارپوهانو په افغانستان کې د نجونو پر نیول‌کېدو اندېښنه ښودلې او د دې لړۍ د درېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغو کارپوهانو پرون جمعه د سلواغې ۱۳مه په یوه بیانیه کې له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د نجونو له نیول‌کېدو لاس واخلي او نیول شوې نجونې ژر تر ژره خوشې کړي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ریپورټر، ریچارد بینت په ګډون د دې سازمان کارپوهانو د افغانستان له سرپرست حکومت (اسلامي امارت) غوښتي چې د بشري حقونو په برخه کې د نړیوالو ژمنو پیروي وکړي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په بیانیه کې ویلي شوي د اسلامي امارت په زندانونو کې بندیانې ښځې او نجونې په ورځ کې یوازې یو ځل ډوډۍ ترلاسه کوي او ځینې یې له فزیکي تاوتریخوالي، ګواښونو او تهدیدونو سره مخ شوي دي.

په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي: “نورو ته د ښځو د جامو مسوولیت ورکول د ښځو له ادارې سرغړونه کوي او د بنسټیز تبعیض او د نارینه‌وو له خوا د ښځو او نجونو د کنټرول د دوام لامل کېږي او په ټولنه کې د هغوی حیثیت کموي.”

اسلامي امارت په دې وروستیو کې د دایکندي، بامیان او بلخ په ګډون په کابل او د افغانستان په یو شمېر نورو ښارونو کې یو شمېر نجونې د «بد حجابۍ» په نامه ونیولې چې بیا د کورنیو د تضمین پر بنسټ خوشې شوې.

په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان له اسلامي امارت غوښتي چې د پروسږ کال په اکتوبر میاشت کې د زده‌کړو دوه فعالان ژر تر ژره خوشې کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه