راپور: محب الله
د پاکستان د پوځ د وياند په وينا چې د هغې چورلکې ټوټې چې تېره ورځ ورکه شوې وه موندل شوې دي
د آئي ايس پي آر په سوشل ميډيا اکاؤنټ جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي دي چې د ورکې شوې الوتکې ټوټې موندلې شوې ده او وئيلي شوي دي چې د کور کمانډر بلوچستان ليفټيننټ جنرل سرفراز علي د هيلي کاپټر په پيښه کښې هم وژل شوے دے۔ په مړو کښې کوسټ ګارډ ميجر جنرل امجد هم شامل دے.
دپوځ اړيکو څانگې ترمخه د هيلي کاپټر ملبه دموسي گوټ څخه ترلاسه شوې ده، هيلي کاپټر ته پيښه دخراب موسم له امله رامينځته شوې، هيلي کاپټر دسيلاب ځپلو لپاره په امدادي کاررونو کې بوخت ؤ.
د آئي ايس پي آر ترمخه د هيلي کاپټر حادثه کښې د کور کمانډر ليفټيننټ جنرل سرفراز علي او ډي جي کوسټ ګارډ نه علاوه څلور نور افسران هم په کې وژل شوي دي، د پيښې په اړه نور تفصيل به تر پلټنو وروسته شريک کړے شي۔
.
ډي آئي جي خضدار وئيلي دي چي تيره ورځ ورکه شوي هيلي کاپټري ټوټې د آرمي ايوي ايشن لخوا موندل شوي ده۔
ډي آئي جي خضدار پرويز عمراني وئيلي دي چي د هيلي کاپټر ټوټي د موسى ګوټ کښي موندل شوي دي۔
د ډي آئي جي په خبره د هيلي کاپټر ټوټې د کراچۍ نه 45 کلوميټره لرې په هغه سيمه کې موندل شوې چې د موسى گوټ سره نزدې د غرونو لړۍ ده…


