عبدالکریم
کوټه
په نړۍ کې چرته چې بلوڅان مېشت دي هغه خپله کلتوري ورځ لمانځی ـ یاد دی وي بلوڅان د اسلم رئیسانی حکومت له وخته راهستې خپله دا ورځ لمانځی ـ په دې ورځ بلوڅان خپلې کلتوري جامې اغوندی او به بیلا بېلو ځایو کې بلوڅان کلتوري نندارتون جوړوي او په دې نندارتون کې بلوڅان د خپل کلتور شیان نندارې ته وړاندې کوي.
اې ډی بلوڅ یو نامتو بلوڅ هنر مند ده هغه ده دې ورځې په هکله پښتو جرنل ته وویل ” اول ځل سندیانو د کلتور ورځ لمانځل پیل کړه هغه نه وروسته بلوڅانو هم د کلتور لمانځل پیل کړه ـ اې ډی بلوڅ زیاته کړه کلتور ورځ لمانځل د کلتوری کالیو په غاړه کولو نوم نه ده بلکې د دې ورځې مقصد د بلوڅی دود پالل دئ ـ
اې ډی بلوڅ زیاته کړه ـ کلتوري ورځ ده یوې ورځې د لمانځلو نوم ده بلکې باید موږ خپل ذهنونه کلتوری کړؤ ـ او موږ په خپلو ټولو دودونه ځان خبر کړو ـ او کلتور د پر له پسې هڅو نوم ده باید دې لپاره هر وخت هلې ځلې وکړؤ


