یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنړۍ بايد افغان ښځې هېرې نه کړي

نړۍ بايد افغان ښځې هېرې نه کړي

ويب ډیسک

د هاليووډ ستورې او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ځانګړې استازې انجلينا جولي په ټايم مجله کې د افغان ښځو په اړه د يو مطلب په خپرولو سره ويلي، چې نړۍ بايد افغان ښځې هېرې نه کړي.

انجلينا جولي وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، افغان نجونو ښوونځي ته د تګ حق او خپله ازادي له لاسه ورکړې، ښځې بياځلې په واټونو کې رټل کېږي، له کورونو ويستل کېږي او ربړول کېږي او زندانونه له سياسي ښځينه زندانيانو ډک دي.

جولي زياتوي، داسې راپورونه شته چې نجونې د طالب مشرانو سره د جبري ودونو لپاره تښتول کېږي او دا هغه څه دي چې ما د يوې مور او ښځې په صفت زوروي.

په ورته وخت کې جولي، افغانانو او د افغانستان نجونو ته په خطاب کې ويلي، چې زه ستاسې پر مقاومت او قدرت باور لرم.

د هغې په وينا، دغه تورې او تياره شېبې ختمېدونکې دي؛ هيله لرم چې له لوڼو سره مې يوځای ستاسې ښکلي هېواد ته سفر وکړم او تاسې ازاده ووينم، څو خپله راتلونکې وټاکئ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه