دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine

کډوالي

لیکوال: ډاکتر نصیر احمد احمدزی

 

ځینې شیان یوازې له لرې ښکلي او ارام ښکاري، تر هغه چې انسان د هغوی د لاسته راوړلو لپاره ټینګار وکړي. لکه مینه، شتمني، منصب، سیاست همداشان کډوالي. هر یو یې یو رنګین خیال دی چې په زړه کې ځای نیسي، خو کله چې یې د حقیقت دروازې ټک وهې، نو د شونډو موسکا په ژړا او د زړه ارمان په درد او ناامیدی تبدیل شئ.

 

کډوالي یوازې د یوه ځای پرېښودل نه دي، بلکې د خپل د ژوندانه د یوې برخې پرېښودل دي، هغه برخه چې یادونه یې په کور، کوڅه، کلي، ملګرو او خپلوۍ کې پاتې کېږي. دا د هغو داستانونو څخه دي چې یوازې زړور خلک یې پیل کولای شي، هغه زړور چې د خپلو عزیزانو، خپلو کلتوري ارزښتونو او نارسېدلو هیلو قرباني ورکوي. دا قرباني کول، که څه هم د آزادۍ په نوم کېږي، خو په حقیقت کې د یو دردناک زندان پیل وي چې دروازې یې په باراني شپو او یوازېتوبونو تړل شوي وي.

 

آیا پوهېږئ چې د تللو لپاره څومره اراده پکار ده؟

د دې لارې د تېرېدو لپاره له هر څه تېرېدل پکار دي، له خپلو عزیزانو، د ماشومتوب له یارانو، له کلي او کوڅې، له نارسېدلو مینو او ناتمامو خوبونو…..!

څومره عجیب دي هغه خلک چې له هر څه یي زړه شلولی او تللي دي. کله چې د خپلو عزیزانو خدای پامانۍ کې د هوایي ډګر له شیشې څخه ګورئ، له ژړا او بغض سره هغوی ته وروستی لاس پورته کوئ… شاید څو کاله… شاید د تل لپاره!

 

الوتکه هوا ته پورته کېږي او ستاسو زړه په ناڅاپي توګه په درزا پیل وکړي، پوهیږی د څه لپاره ؟

ځکه الوتكه ستاسو له ښار، کلي او وطنه په زرګونو متره پورته ځي. د وطن شنه او وچه ځمکه، غرونه او سیندونه له نظره وځي، خو په زړه کې د تلپاتې یادونو په څېر پاتې کېږي.

خو اصلي کیسه هغه وخت پیلېږي چې الوتکه خپل منزل ته ورسېږي. او دا ځای چې د خوبونو ځای و، اوس د واقعیتونو میدان دی. د کور کرایه، د کار لټون، د افغان پلورنځي موندل، د خبرو اترو همراز پیدا کول، او له دې ټولو سختو تنهاییو سره مقابله.

د شپې ناوخته، کله چې ټولې کوټې چوپې وي، د باراني هوا له څاڅکو سره، کله چې د راک موسیقۍ ته په یوازې غوږ نیسې، او د زرګونو دردونو تر سیوري لاندې، یوه خاموشه، خو دردوونکې موسکا درسره مل وي!

 

په غربت کې که وغواړئ چا ته مینه ورکړئ، باید معلومه کړئ چې ایا هغه کس ستاسو لپاره له یو کوچني ویاله تېرېدلای شي. که نه، تاسو هم د هغه لپاره له سمندر مه اوړئ. دا د زمانې هغه جبر دی چې پر کډوال تحمیلېږي، او د ژوند له هرې خوا پرې سخت ګوزارونه کوي.

 

کډوالي یواځې د ځای بدلېدل نه دي، بلکې د خپل هویت د ساتلو مبارزه ده، د ځان پېژندنې او خپل راتلونکي لپاره د زرګونو پوښتنو ځوابول دي. د دې مبارزې هره ورځ له یوې بلې جګړې سره مساوي ده، چې څوک یې پر حالاتو بریالی کېږي او څوک یې د تنهايۍ په زندان کې راګېرېږي.

 

کډوالي د شومو قربانیو یوه پدیده ده، خو په دې سختو شېبو کې هم د هیلو څرکونه شته. هغوی چې له دې لارې تېر شوي او ځان یې موندلی، د ژوند له نوې مانا سره مخ شوي. شاید په دې لاره کې ملګري له لاسه ورکړې، خو د ژوند نوې لارې، نوي دوستان او نوي فرصتونه هم پېښېږي. هر درد او ستونزه، که څه هم څومره درنه وي، خو د بدلون او پرمختګ یوه سرچینه کېدلای شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه