دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحامد کرزي ،له پاکستانه د افغانانو پر جبري را ایستنې، بد چلن...

حامد کرزي ،له پاکستانه د افغانانو پر جبري را ایستنې، بد چلن او د هغوی د شتمنۍ پر تروړل کېدو خواشینې ښودلې ده.

 

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي پر خپل اېکس له پاکستانه د افغانانو پر جبري را ایستنې، بد چلن او د هغوی د شتمنۍ پر تروړل کېدو خواشینې ښودلې ده.

حامد کرزي له پاکستانه غوښتي چې له افغان کډوالو سره د ښه ګاونډيتوب او نړۍوالو اصولو پر بنسټ چلن وکړي.

هغه هیله څرګنده کړې چې له هېواده د کډوال کېدو ټول لاملونه، په ځانګړې توګه په لېسو او پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو ممانعت له منځه ولاړ شي څو، هیڅوک د وطن پریښودو ته اړ نشي.

پاکستان د افغان کډوالو د جبري راستنولو دوېیمه لړۍ پیل کړې او هره ورځ لسګونه کورنۍ افغانستان ته راستنوي.

تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هم په کابل کې د پاکستان له سفیر په لېدنه کې د افغان کډوالو سره په نامناسب چلند خواشیني ښودلې وه او غوښتنه یې کړې چې پاکستان دې په دې اړه خپل چلند بدل کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه