دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاورپايي ټولنه وايي :د نجونو ښوونځيو پرانېستل زموږ لپاره لومړيتوب لري

اورپايي ټولنه وايي :د نجونو ښوونځيو پرانېستل زموږ لپاره لومړيتوب لري

ويب ډیسک

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسن وايي، چې د نجونو ښوونځيو پرانيستل د دوی لپاره لومړيتوب لري.

توماس نېکلاسن ويلي، تر هغو چې دا کار ونه شي، د بشري حقونو نور مسايل به هم رعايت نه‌شي.

سره له دې چې ټولو ته بايد د زده کړې حق ورکړل شي، خو طالبانو د خپلې واکمنۍ په پيل سره د افغان نجونو پرمخ له شپږمو ټولګيو پورته د ښوونځيو دروازې وتړلې.

طالبانو په لومړيو کې د نجونو د ښوونځيو د تړلو لامل کلتوري حساسيتونه ګڼلي و، خو وروسته يې د دې موضوع لامل ديني جنبه وګڼله او ويې ويل، چې دغه چاره د افغانستان دننه د علماوو هوکړې ته اړتيا لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه