کرکټ: افغانستان په متحده عربي اماراتو کې د بنګله‌دېش او زېمبابوې کوربه‌توب کوي

0
46

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د ۲۰۲۶ کال په اکتوبر او نومبر میاشتو کې په متحده عربي اماراتو کې له بنګله‌دېش او زېمبابوې سره په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې مخامخ شي.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه به د اکتوبر له ۹مې تر ۱۳مې ترسره شي.

له دې وروسته به د افغانستان، بنګله‌دېش او زېمبابوې ترمنځ درې اړخیزه یوه ورځنۍ سیالۍ د اکتوبر له ۱۷مې پیل شي او پایلوبه به یې د اکتوبر په ۲۳مه ترسره شي.

افغانستان به له زېمبابوې سره د اکتوبر په ۲۷مه او ۲۹مه او د نومبر په لومړۍ نېټه درې شل‌اوریزې لوبې هم ترسره کړي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به ورپسې دوه ټېسټ لوبې هم ترسره شي؛ لومړۍ لوبه به د نومبر له ۵مې تر ۹مې او دویمه به د نومبر له ۱۳مې تر ۱۷مې ترسره شي.

ټولې یادې شوې سیالۍ به په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.