دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپښتو او لهجوي اختلافات

پښتو او لهجوي اختلافات

لیکنه: تاریخپوه شفق

پښتو ژبه خورا لرغوني ژبه ده چي ویونکي ئې میلیونونو وګړو ته رسېږي او لا هم مخ پر زیاتېدو دي، په عموم کي هره ژبه بېلابېلي لهجې لري چي هیڅ یوه ژبه ځیني بې برخي نه ده، که له فارسي څخه عربي لغاتونه او ترکیبات لیري کړو نو بیخي فارسي پاتېږي نه داغسي هر ژبه د نورو ژبو څخه متاثره او لغاتونه ئې پکښي موجود دي، داسي نسي کېدای چي پر پښتو دي د نورو ژبو اغېز نه وي او یا دي د نورو ژبو لغاتونه پکښي نه وي په دې هکله مرحوم ګل پاچا‌ الفت داسي لیکلي:

” ځیني وايی پښتو باید سوچه کړو، پردي لغات ترېنه وباسو او یو ټکی فارسي یا عربي پکښي پرې نږدو.
دا نظریه په ډېر افراط بناء ده او دا کار کېدونکی نه دی په دنیا کي داسي ژبه نشته چه پردي لغات پکښي نه وي او نیلي ریښې یې له نورو ژبو سره تړلي نه وي جهان اوس یوه کور غوندي دی او د ملتونو فرهنګي او اجتماعي تعلقات ورځ په ورځ زیاتېږي اوس د هر چا غږ د بل غوږونو ته رسېږي او نا آشنا آوازونو له یو بله آشنا کیږي.
هره ژبه له بلي نه څه اخلي او څه ورکوي. ” ( لیکوالي املاء او انشاء – 70 مخ د مرحوم الفت اثر )

په اوس عصر کي پښتو مخ پر ودي او ډېره کارونکې ژبه ده چي بېلابېلي لهجې او دغه راز زیات ویونکي لري، دا چي هره ژبه مختلفې لهجې لري نو پښتو ژبه هم د لهجو په برخه کي له ډېرو او مختلفو لهجو څخه برخمنه ده، خو دلته د پام وړ یوه ستونزه د لهجوي اختلافاتو ده چي ډېری وخت د تعصب او نورو کړنو پر بنیاد ترسره کېږي، د مشرقي زون ډېری لیکوالان او وګړي دا انتقاد کوي چي د لوی کندهار (جنوب غرب حوزې) ځیني لیکوالان ولي پخپله لهجه لیکل کوي؟ حال دا چي د دوی په وینا اصلي لهجه مرکزي ده چي ښوونیز نصاب هم د همدغي لهجې پر اساس جوړ او ترتیب سوی دئ.

لومړی خو هره ژبه مختلفي لهجې لري له فارسي څخه نیولې تر عربي اردو او انګلیسي اما ورځ تر بلي هري ژبي ته مختلف لغاتونه داخلېږي او لهجې پکښي وده کوي نو دا د دې مانا نه ورکوي چي دا په ژبه کي یو اختلاف سو، موږ وایو چي د هرې لهجې ویونکی دي په خپلي لهجې لیکل وکړي او د بلي لهجې څخه دي نه متاثره کېږي، د جنوب غرب حوزې ډېری استادان، ډاکټران، محصلین، فېسبوکي ځوانان، ژورنالیستان، شاعران، ادیبان، لیکوالان، زده کوونکي او… د خپلي لهجې پر ځای په مشرقي لهجه لیکل کوي د (سته) پر ځای (شته) لیکي د (نسته) پر ځای (نشته) د (سوي) پر ځای (شوي) لیکي د (وسو) پر ځای (وشو) لیکي دغه راز د (کي) پر ځای (کې) د (مي) پر ځای (مې) او د (چي) پر ځای (چې) لیکي په داسي حال کي چي د مقر څخه تر زابل، کندهار، اروزګان، هلمند، فراه، کویټې، او پښین پوري ټول پښتانه اوسېدونکي چي تعداد به ئې اټکلً له دوولس څخه تر اتلس میلیونو پوري رسېږي په خپلو ورځنیو خبرو کي هیڅ وخت د (شته) (نشته) (شوي) (شو) کلمې نه کاروي خو په لیکلو کي بیا دا کلمې لیکي!!

دوهم زموږ د پوهنتونو محصلین، ځوانان، او ژورنالیستان تر اوسه پوري نه د پښتو ژبي په پنځه (ی) ګانو پوهېږي او نه په لیک نښو حال دا چي په لیک او لوست کي (ی) ګاني او لیک نښي داسي مثال لري لکه د انسان په ژوند کي چي د هغه لاس او پښې څنګه رول لري هغسي په لیکنه کي پنځه (ی) ګاني او لیک نښي هم مهم رول لري، که د چا پښې یا لاس خدای ج مکړه نه وي دا د هغه پر فزیکي حالت مستقیم اغېز لري لیک نښي او (ی) ګاني هم داغسي در واخلئ که چیري یوه لیکوال په لیکنه/ مقاله کي (ی) ګاني او لیک نښي نه وي کار کړي او مراعات کړي لیکنه ئې نیمګړې او بې پته ګڼل کېږي، که چیري په لیکلي شکل زموږ لهجه د نورو څخه متاثره وي د وخت په تېریدو مو ویونکې لهجه هم تغیر کوي او د نورو څخه متاثیره کېږي ځکه خو اړینه ده چي د هري سیمي اوسېدونکي خپلي لهجې ته ترجیح او اعتبار ورکړي او وساتي.

موږ دا نه وایو چي د مشرقي زون او یا هم د نورو سیمو لهجه اصلي نه ده باید زموږ په دې لیکل وکړي موږ پر دې ټینګار کوو چي موږ دي د خپلي لهجې لیکلو ته پرېږدي چي پخپله لهجه لیکل وکړو که چیري په تاریخي لخاظ شاته ځو نو د پښتو ژبي په لومړي شعر کي د (نسته) کلمې شتون زموږ دعوه او دا موضوع ښه روښانه کولای سي:

زه یم زمـری پر دې نــړۍ له ما اتل نسته
پر هند و سند و پر تخار او په کابل نسته

بل پر زابل نسته – له ما اتل نسته

( ادب تاریخ – 157 مخ، لیکوال: محمد اسمعیل یون)

یو وخت د BBC پښتو په یوه مرکه کي استاد دوکتور #فطرت_ناشناس و ډاکټر #داود_اعظمي ته ویل چي د #امیر_کروړ د شعر لهجه اوسنۍ بڼه لري (یعني د نسته کلمه پخوا نه استعمالېده دا اوس مروج سوې ده او اصلي پښتو د خوشحال خان او رحمان بابا په دېوان کي څرګندېږي چي اشعار ئې په شته او نشته غناء وه.) او دا له ځانه په دې خاطر جوړ سوی دئ چي د پښتو ژبي تاریخ شاته بوزي، اعظمي صاحب ډېر دقیق جواب ورکړ چي د امیر کروړ سیمه یوه وه چي ده پکښي ژوند کاوی او د #پیر_روښان او #خوشحال_خان_خټک سیمه بله وه یعني د یوې سیمي لهجې و بلې ته فرق درلودی؛ د معیاري لهجې نور مثالونه موږ د هوتکي دور د شاعرانو په اشعارو کي وینو د مثال په ډول د پټې خزانې د لیکوال #محمد_هوتک دا لاندي بیتونه ئې ښه مثال کېدلای سي:

نه نشاط سته، نه مستي سته، نه زندي سته
چې سم رند هغه اوبه علي الدوام را
په اوبو مي سوړ زړګی لږ څه راتود که
“محمد” ته د اور ډک یو هسي جام را

( پټه خرانه – 202 مخ، د محمد هوتک بن داود اثر)

یو وخت یوچا لیکلي وو چي د #پټي_خزانې اصلي نسخه موږ ته نه ده را رسېدلې نو کېدای سي لهجه ئې بدله وي، ددې پوښتني جواب ډېره آسانه دئ دا چي پخوا وختو کي وسایل نه وو او تر ډېره فرهنګې اغیزې لږ وې پر سیمو باندي، یعني د یوې سیمي ژبه، کلتور، او لهجه به ډېر وخت پر یوه حال پاته او مخ پر پخېدو به وو؛ اغېزمن کېدلای هغه وخت سوای چي جنګي یرغلونه سوي وای او یا د یوې سیمي اوسېدونکو و بلي سیمي ته سفرونه ډېر کولای په هغه صورت کي ئې کلتور، ژبه، او لهجه متاثره کېدای سوای؛ نو د یوې سیمي اوسېدونکي چي له ډېره وخته پر یو ځای میشت او پاته وي ږغیږه لهجه ئې یو ډول وي څنګه کېدای سي چي په لیکلې لهجه کي بدلون راولي؟ حال دا چي په غلجو کي هوتک، توخي، سلېمانخېل، ناصر، او تره کي د (سته) او (نسته) کلمې کاروي نو معلومه ده چي د هوتکي دور ټولو شاعرانو په خپلو اشعارو کي د (سته) او (نسته) کلمې راوړې دي، دغه راز د لوی کندهار د نامتو شاعرانو لکه مولوي عبدالغفار بریالي، حاجي ولي محمد مخلص، سید عبدالخااق آغا صادق، ځیګرخون، او نورو په اشعارو کي موږ معیاري لغاتونه (سته) او (نسته) وینو او (شته) او (نشته) بیخي پکښي لیدل کېږي نه، د #احمدشاه_بابا شعر چي د #علامه_حبیبي په وینا د یوه دېوان قیامت لري د معیاري لهجې بل ښه مثال کېدلای سي:

ستا د عشق له وینو ډک (سول) ځګرونه
ستا په لاره کي بایـــــلي ځلمي سرونه
تاته (راســــمـه) زړګــی ځما فارغ (ســـي)
بې له تا مي اندېـــــښنې د زړه مارونه
که هر څو مي د دنیا ملکونه ډېر (سي)
ځما به هېر نه (سي) دا ستا ښکلي باغونه

( د پښتو ادب لنډ تاریخ – 57 مخ د علامه حبیبي اثر)

دلته د (شول) پر ځای (سول) وینو د (راشمه) پر ځای (راسمه) وینو د (شي) پر ځای (سي) لیدل کېږي.

که څوک دا ګومان کوي چي استاد علامه حبیبي د بابا دا شعر په تغیر سره راوړی دئ نو زه فکر کوم چي د ناشناس غوندي په شک او ګومان کي قرار لري چي وروسته ئې ډېره پښېمانتیا وښووه، پر دې ټولو پخوانیو اشعارو او مثالونو سربېره اوس هم موږ په خپلو لیکنو کي (شته) او (نشته) ولیکو؟

په داسي حال کي چي نورې ژبي مخ پر ودي رواني دي او لا ډېر کار په هره برخه کي ورته کېږي خو موږ (پښتانه) لا اوس هم پر (نسته) او (نشته) نه سره جوړېږو موږ وایو چي د هري لهجې ویونکی دي په خپله لهجه لیکل وکړي ټول ښه پوهېږي چي د (نسته) او (نشته) هدف یو دئ نو بیا لهجوي شخړي ته اړتیا څه ده؟ پرېږده ده چي د جنوب غرب حوزې اوسېدونکي (نسته) ولیکي او د مشرقي زون اوسېدونکي (نشته) داسي به دا ستونزه حل وي، خو ډېر متاسفانه چي د قومي تعصب او نورو کړنو پر بنسټ ځیني لیکوالان او وګړي لهجوي اختلافات را منځته کوي چي دا تر بل هر وخت پښتو زیاته ټکنۍ کوي او شاته ئې بیایي، د جنوب حوزې وګړي هیڅ وخت دا اختلافاتو ته لمن نه وهي اما د مشرقي زون وګړي متاسفانه چي همېشه پر ځینو جنوبي لیکوالانو او شاعرانو نیوکي کوي او ځیني وخت ئې اشعار په خپله لهجه بدلوي چي دا په ادبیاتو کي ښه کار نه دئ او د شعر د اصلي جوړښت سره په ساده اصطلاح ناځواني ده، یو وخت یوه ځوان د پښتو ژبي بې ساري شاعر ښاغلي #عبدالباري_جهاني ته لیکلي وو چي د (شو) پر ځای دي ولي (سو) لیکلی دئ او په اصطلاح سمه پښتو نه لیکې؟ نو جهاني صاحب ئې په مقابل کي داسي لیکلي وو:

” دوې ورځي مخکي مي د اوغان په نوم یو تحقیقاتي مضمون خپور کړ او د لوستونکو د نورو منفي او مثبتو تبصرو تر څنګ یوه ځوان لیکلي وه چي وزیر سمه پښتو نه سي لیکلای نو له نورو څخه څه ګیله ده. د ځوان اعتراض دا وو چي ولي مي د شو پر ځای سو لیکلی او د کښې پر ځای مي کي استعمال کړی او دغه راز مي د تحقیق په مقابل کي پلټنه او د لرغون؟؟؟ پر ځای مي تاریخ او ځیني نور هغه فارسي او عربي کلمات استعمال کړي دي چي د ځوان په عقیده پښتو کلمات ورته موجود وه. دا چي له مقر څخه تر نیمروز او له اوروزګان څخه تر کندهار، کوټي او کاکړستان پوري څه باندي دوولس میلیونه پښتانه په دغه لهجه ږغېږي، او «سو» او «کي» استعمالوي، هغه د ځوان لپاره اهمیت نه لري؛ ما باید لږترلږه د ده د خوشالولو لپاره شو او کښې لیکلي وای. ګوندي ایله یې زما مضمون، چي زه یقین لرم نه یې دی لوستی، د لوستلو وړ بللی وای.

که په پښتو کي د فارسي او عربي کلماتو زیات او کم استعمال د ناسمي او سمي پښتو معیار وبولو نو بیا به د رحمان بابا ددې بیتونو سره څه کوو:
چي کشور د افغانانو معطر کړي
د هربیت مسرۍ مي زلفي د خوبان کړې
چي هر حرف مي د نافې په څېر خوشبوی شي
برکت مي په جزدان او قلمدان کړې.

موږ به د کاظم خان شیدا دېوان، چي په سلو کي څه باندي اتیا کلمات یې فارسي او عربي دي، د کومي ژبي مال بولو؟
مکدر مي په غبار روشن خاطر شي
زه چي در لکه دیده د ایوان وا کړم
ډېر ضرر مومم شیدا له قیل و قاله
د سوسن غوندي به ژبه سرمه سا کړم

غرض دا نه ده چي لیک دي په خالصه پښتو وي ځکه چه دا کار په دایمي او عمومي ډول ممکن نه دی او که ممکن وي نو مفید نه دی. ” ( څرنګه سمه پښتو؟ – د عبدالباري جهاني لیکنه )

دغه راز زیاتره وخت د کابل پوهنتون پخواني استاد Mahmood Marhoon / محمود مرهون ته ځیني وګړي لیکي چي تاسو ولي د خپلي سیمي په لهجه لیکل کوئ؟ ولي اصلي لهجې ته ترجیح نه ورکوئ چي دا خپله د دوی انتقادونه پر معیاري لهجه ښه په ډاګه کوي.

د مشرقي زون یو ځوان شاعر دئ چي د نوم ذکر کول ئې ښه نه بولم یو وخت ئې د جهاني صاحب یو بیت خپلي لهجې ته اړولی وو چي دا د شاعر د اصلي شعر په حق کي ناځواني ده، یوه پیړۍ وروسته به خلک داسي فکر کوي چي جهاني داسي لیکل کول؟
که چیري یو جنوب وال د پیر محمد کاروان یا ملنګ جان، یا ارواښاد #صدیق_الله_رښتین کم شعر خپلي لهجې ته واړوي دا به آیا ښه کار وي؟

موږ په جنوبي لهجه کي (کي) (مي) (چي) داسي لیکو ځکه چي لنډ او وچ ئې وایو دا لغاتونه په مشرقي لهجه کي یوڅه کش ویل کېږي ځکه خو ئې په پای کي اوږده (ې) راوړي لکه (کې) (مې) (چې) او ورته نور، زموږ د جنوب غرب حوزې زیاتره اوسېدونکي دا توري د مشرقي لهجې غوندي لیکي چي دا به ئې ممکن عدت ګرځېدلی وي؟

که غواړو چي په بشپړ ډول پښتو د نورو ژبو تر څنګ د پرمختګ په کتار کي راولو نو په کار ده چي دا کښته موضوعات (لهجوي اختلافات) شاته وغورځوو او پښتو په صحي ډول هغسي وساتو لکه څنګه چي باید وساتل سي، استاد #محمد_معصوم_هوتک د پښتو ژبي د لهجو په هکله لیکي:

” د پښتو لهجې خو د یوې وني ښاخونه دي اصل ئې یو او تاداو ئې یو دئ. ” ( له کندهاره تر اټکه – 17 مخ، د استاد معصوم هوتک اثر )

اصلاً پښتو ژبه یوه او ټول پښتانه یو قام دئ پښتو هیڅ سرحد نلري او په لهجو ژبه غناء کېږي خوارېږي نه، دا چي پښتانه ئې د تعصب او نورو عواملو پر بنیاد یو پر بل لهجې غوره ګڼي اصلاً د پښتون د مشترک دښمن خطاب باید ورته وسي، د لهجوي اختلافاتو په هکله ښاغلي جهاني ډېر افسوس کړی دئ او داسي زیاتوي:

” په سیمه کي به چنداني داسي هیواد نه وي چي د تقریبا څلوېښتو کلونو راهیسي یې د افغانستان په تېره بیا پښتنو په څېر بدبختۍ او بدمرغۍ په نصیب رسېدلي وي. له کندوزه تر کنړ او لغمانه، تر اوروزګان، هیلمند او وزیریستان پوري د پښتنو قتل عام روان دی او موږ پرمشرقي، لغماني او کندهاري سره وېشل سوي او د یوه بل مرۍ مو نيولي دي. له خوشحال خان خټک څخه تر پاچاخانه او تر نن ورځي مو هر څه د بې اتفاقۍ له وجي له لاسه ورکړي دي. زموږ له قومي، سیمه ایزو او لهجوي اختلافاتو څخه به غلیمان تر کومه ګټه اخلي، خدای ته حال معلوم دی. ”

پښتو به هغه وخت پښتو سي چي له تعصب، او فاصلو جوړولو څخه لاس واخیستل سي دا په هغه صورت کي ممکنه ده چي دا کښته او واړه موضوعات (لهجوي اختلافات) شاته وغورځول سي او د پښتون قام د بې اتفاقۍ د تخم د کرلو څخه مطلقاً ډډه وکړي چي بیا بل خوشحال د پښتون د اتفاق ارمان ګور ته ورسره یو نسي.

هره چار د پښتانه تر مغل ښه ده
اتفاق ورسره نشته ډېر ارمان

که توفیق د اتفاق پښتانه مومي
زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان

خوشحال خان خټک

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه