ويب ډیسک
افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر “ایان مک کري” چې اوس د قطر له پلامېنې دوحې فعالیت کوي ويلي، د متحدو ایالتونو “حکومت او د امریکا خلک له افغانانو سره په مرسته تمرکز کوي.”
هغه پر خپل ټویټر لیکلي چې ازاد تګ راتګ ته اجازه ورکول، بشرپالنې او د بشري حقونو اصولو ته غاړه ایښودل به باور جوړونې او اقتصادي ودې ته زمینه مساعده کړي.”
ښاغلي مک کري زیاته کړې “د نړیوالې پانګونې او مرستې را جلبولو لپاره اړینه ده چې مرستندویه سازمانونه له مداخلې پرته خپل فعالیتونه” وکړي او “هغه ټول کسان چې د سفر معتبر اسناد لري، وکولای شي له هېواده بهر ته سفر وکړي.”
افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو ويلي ښځې له محرم او عام خلک له اسنادو پرته بهر ته سفر نشي کولی.


