ویب ډیسک
د روسیې سترې محکمې هغه وړاندیز تایید کړ چې پر طالبانو لګېدلي بندیزونه له منځه لاړ شي او هغه هیواد کې یې پر فعالیتونو بندیزونه ختم شي.
محمکې پرېکړه کړې چې یاده پرېکړه له نن پنجشنبې وروسته د عملي کېدو وړ ده.
ټاس اژانس وایي محکمې دا پرېکړه په یوه ځانګړې غونډه کې کړې ده.
د یادونې وړ ده چې روسیې تر اوسه پورې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
# #Afghanistan #Russia


