سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخوستي ځوانان:د سړکونو ویجاړ شوې برخې بیرته رغوي

خوستي ځوانان:د سړکونو ویجاړ شوې برخې بیرته رغوي

ویب ډیسک

خوستي ځوانان د خپل ملي احساس او هېوادنۍ مینې له مخې د سړکونو ویجاړ شوې برخې بیرته رغوي.
د خوست د یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ هڅاند ځوانان د سړک ویجاړې شوې برخې ترمیموي او په دې کار سره خپل ملي مسوولیت ترسره کوي.

د عامه شتمنیو ساتنه د ټولو افغانانو دنده دی، چې باید ځانګړې پاملرنه ورته وکړي. د هېواد سړکونه هم د ملي شتمنۍ تر ټولو مهمه برخه ده، چې باید ساتنې او څارنې ته یې زیاته پاملرنه وشي.
د ټولګټو وزارت رهبري د خوست له بااحساسه ځوانانو مننه کوي او همهاله پر نورو هېوادوالو غږ کوي، چې د سړکونو د ساتنې او څارنې په برخه کې له یاد وزارت سره تلپاتې همکاري وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه