سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمشهور طالب "جنرال مبين" د طالبانو له لوري نيول شوی

مشهور طالب “جنرال مبين” د طالبانو له لوري نيول شوی

ويب ډیسک

يوې کره سرچينې رسنيو ته ومنله، چې طالبانو خپل نږدې کس چې په “جنرال مبين” مشهور دی، نيولی دی.

داسې ويل کېږي، چې نوموړی د طالبانو هغو څلورو غړو – چې د يو افغان سوداګر په نيولو کې يې لاس لره – د اسنادو افشا کولو په تور نيولی دی.

دغه اقدام داسې مهال اخيستل کېږي، چې “جنرال مبين” تېره ورځ د دغه څلور طالب اختطاف کوونکو له وژلو وروسته د هغوی د هویت کارتونو عکسونه په خپل ټوېټر خپاره کړل او ويې ویل، “ښه ده چې دغه ډول غلامانو څېرې هر وخت خلکو ته برملا شي”، خو هغه څه چې ده خپاره کړي ؤ، هغه یې هم له خپل ټوېټر پاک کړي دي.

داسې هم ويل کېږي، چې طالبانو نوموړی پر پاکستان د سختو نیوکو له کبله نیولی دی.

طالبانو پخوا هم یو شمېر کسان د پاکستان پر ضد د سختو خبرو له امله نیولي دي.

مبين چې عسکري زده‌کړې نه دي کړي او په خپله يې ځان ته د جنرالۍ رتبه ورکړې، د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو کې د کابل د پوليسو وياند مقرر شو؛ خو يو څو ورځې وروسته د نامالومو دلايلو امله له دندې ګوښه شو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه