دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه:د ښځو پر وړاندې د ا،ا،ا وروستۍ کړنې د اندېښنې وړ...

ملګري ملتونه:د ښځو پر وړاندې د ا،ا،ا وروستۍ کړنې د اندېښنې وړ دي

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، د طالبانو وروستیو اقداماتو په اړه چې له مخې یې ښځې د تحصیل او په نادولتي موسسو کې له کار کولو منع شوي دي، ژوره اندېښنه لري.

دغې شورا افغانستان کې د ښځو او نجونو د پوره، برابرې او مانا لرونکي ګډون غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.

د دې شورا غړو په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د ښځو پر کار بندیز به افغانستان کې پر بشري چارو جدي اغېز وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د نجونو پر مخ د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو د دروازو تړل او په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ډېر غبرګونونه راوپارول او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو استازو او لوړ پوړو چارواکو د طالبانو دغه کړنه وغندله.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه