ويب ډیسک
د پاکستان پخواني سناتور مصطفی نواز کهوکهر ویلي، د پاکستان حکومت باید دا ومني چې افغانستان کې یې سیاست خطرناکه ماتې خوړلې.
کهوکهر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، نن په کابل کې یو ملګری حکومت د تحریک طالبان پاکستان لپاره چې زموږ پوځیان وژني او پر سرحدي پوستو بمباري کوي په خوندي ځاله بدله شوې.
هغه زیاته کړې چې اوس باید څوک ملامت کړو، د هند استخباراتي اداره (RAW) یا طالبان چې موږ وهڅول.
د پاکستان دغه پخوانی سناتور وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې دې وروستیو کې د طالبانو اړیکې د اسلام اباد سره د سرحدي نښتو او په کابل کې پر پاکستان سفارت د برید له امله سړې شوي دي.


