ويب ډیسک
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف، نن د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ م کال د نومبر په ۲۴مه) عاصم منير د هېواد د ځواکمن پوځ د راتلونکي مشر په توګه انتخاب کړ. د پوخ د نوي مشر د انتخابولو پریکړه اوس د پاکستان ولسمشر ته استول شوې ده.
دغه خبر د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په ټويټر کې خپور کړی دی. د پوځ نوی مشر به د قمر جاويد باجوه ځای نيسي چې د مياشتې په پای کې تقاعد ته ځي. جنرال باجوه له شپږو کلونو راهیسې د پاکستان د پوځ مشر پاته شوی.


