ويب ډیسک
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو قونسلګرۍ ویلي ۳۰ تنه افغان وګړي چې د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله نیول شوي ؤ خوشې کړي او افغانستان ته یې استولي دي.
د طالبانو قونسلګرۍ په خپله فیسبوک پاڼه دا چاره د دوی پرلپسې هڅو او اړیکو پایله ګڼلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت د دغه هېواد په سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال بندیان کړي او د تورخم، چمن او انګور اډې دروازو کې ناسم چلند غبرګونونه راپارولي دي.


