ویب ډیسک
له یو کلن ځنډ وروسته د پکتيا په ځينو سيمو کې له شپږمو ټولګيو پورته د ښوونځيو دروازې د افغان نجونو پر مخ پرانيستل شوې دي.
د دې ولايت اوسېدونکو سيمه ييزو رسنيو ته دغه خبر منلی او ويلي يې دي، ډېر خوښ دي چې لوڼې او خويندې يې په پوره لېوالتيا سره ښوونځيو ته ورګرځي.
ويل کېږي، دغه ګام د سيمه ييزو قومي مشرانو او مخورو په هڅو اخيستل شوی دی.
ګڼ شمېر فعالانو د دغه ګام هرکلی کړی او هيله يې ښودلې، چې د هېواد په ټولو ولايتونو کې د افغان نجونو پر مخ له شپږمو ټولګيو پورته د ښوونځيو دروازې پرانيستل شي.
افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو له پيل راهيسې له شپږمو ټولګيو پورته د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړل شوې دي. دې چارې د هېواد دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
طالبانو په لومړيو کې پر افغان نجونو د زده کړو د بنديزونو لامل کلتوري حساسيتونه بللي و، خو څه موده وروسته يې بيا د دې موضوع لامل ديني جنبه وګڼله او ويې ويل، چې د دې ستونزې حل د هېواد دننه د علماوو هوکړې ته اړتيا لري.
#Afghanistan #LetAfghanGirlsLearn


