ويب ډیسک
هرات ولایت کې د طالبانو د استخباراتو یوې سرچینې د المان رسنۍ دویچه ویله ته وویل چې نن ماسپښین پنځه ویشت کم یوه بجه د هرات ښار د ګذرګاه مسجد دروازه کې پر مولوي مجیب الرحمان انصاري ځانمرګی برید شوی، چې خپله مولوي انصاري او د هغه پنځه ساتونکي پکې وژل شوي دي.
نوموړي وویل، مولوي انصاري تر ځانمرګي برید لږ مخکې د طالبانو د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره یوې ناستې کې له ګډون وروسته مسجد ته روان و، چې د برید نښه وګرځېد.
دغې سرچینې وویل، برید کې یو شمېر لمونځ کوونکي هم ټپيان شوي؛ خو دقیق شمېر یې نه دی مالوم شوی.
د مولوي مجیب الرحمان انصاري یوه خپلوان هم دویچه ویله ته د هغه وژل تایید کړي دي.
له سیمې عیني شاهدانو او ځايي خبریالانو هم ویلي، چې دغه چاودنه د ګازرګاه مسجد احاطه کې داسې مهال شوې، چې کله مولوي انصاري د جمعې لمانځه خطبې ته روان و.
ځینو سرچینو دغې برید کې د مولوي انصاري او د هغه د ۱۳ ساتونکیو وژل هم تایید کړي؛ خو د طالبانو حکومت لا په رسمي ډول دا شمېرې نه دي تایید کړي.
مولوي مجیب الرحمان انصاري د مخکیني جمهوري نظام سرسخت مخالف او د طالبانو طرفدار و. افغانستان کې د طالبانو له دویم واري واکمنېدو سره هممهاله مولوي انصاري له دې حکومت سره بیعیت وکړ او هغه څوک یې د مرګ وړ وبلل، چې د ده په ټکو، »د اسلامي نظام» بغاوت کوي.


