سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد طالبانو لوړ پوړي مشران غواړي چې انجونې لوړې زدکړې وکړي خو...

د طالبانو لوړ پوړي مشران غواړي چې انجونې لوړې زدکړې وکړي خو ملا هیبت الله يي نه مني

لیکنه : محب الله 

ا يا د پخوا پرتله طالبان اوس ډير زيات بدل شوي دې خبرې ځواب ترلاسه کولو لپاره به موږ لږ شاته لاړ شو ،که موږ وګورو نو طالبانو په لومړي اقتدار ترلاسه کولو روسته په ټی وی ، لوبو کولو د ښځو پر راوتلو او داسې نورو ډیرو شينو باندې بندیزونه لګولي وو ، که څه هم ستونزه  ډير او نه ختم کیدونکي دي ، د طالبانو د واکمنۍ ورسته اوس په افغانستان کې معاشي او کاروباري ستونزې ډير زيات شوې خو طالبانو مشران هم د اولس ستونزو هوارولو  لپاره هلې ځلې کوي ، د يوه کال تیريدو سره سم يوازې
نجونو ته اجازه ورکول کیږي چې لومړني زدکړو لپاره ښوونځيو ته لاړ شي او  د لوړو زدکړو ادارې اوس هم بندې دي او اجازه نه ورکول کېږي چې نجونې د لوړې زدکړې وکړي ، د يوه لوړپوړي طالب چارواکي په وينا چې ټول امارت دا غواړي او موافق دي چې نجونې دي لوړې زده کړې وکړې خو يوازې اميرالمومنين شيخ هيبت الله اخوند ورباندې اعتراض لري ، چې وايي انجونې دي اسلامي چوکاټ کې تعلمي ادارو ته ولاړ شي ، په بيلا بيلو ځايونو کې طالبانو مشرانو د نجونو د زدکړو په هقله خبرې کړي دي چې وايي بايد انجونې دې هم زده کړې نه کوي  ، طالبانو د واکمنۍ سره سمه په رسنيو باندې هم بنديزونه لګولي، او واس هم خبريالان وهل کېږي او ټکول کيږي ، خو يوه ښه خبره بیا دغه هم ده چې
ښځینه خبریالانې خپلو دندو ته ځي او له ملکي کارکوونکو سره مرکې او خپل پروګرامونه کوي .

او بل لور ته بیا د طالبانو حکومت يو کال په پوره کيدو سره د امریکا لخوا بې پيلوټه الوتکو بریدونه هم پیل شوی دي دوي ونې مخته کابل په وزیر اکبرخان سيمه کې د القاعدې مشر ايمن الظواهري د امريکا بي پيلوټه الوتکې وواژه او غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې يوې بلې ډرون الوتکې په برید کې د القاعدې ډلې جنګيالي په نخښه کړه او د اګست په يولسمه نيټه د طالبانو يو مهم غړی ، شيخ رحيم الله حقانې د داعش ډلې لخوا په يوه ځان مرګي برید کې ووژل شو.

د ايمن الظواهري د وژل کيدو وروسته د طالبانو او حقاني شبکې تر منځ بې باوري رامنځته کړي، خو تراوسه پورې نه ده طالبانو له اړخه او نه د حقاني شبکې د وسني بريدونه په هقله څه داسې بيان نه ده  ورکړي ، خو طالبان وايي چې موږ د کابل بريد په حقله پلټنې پیل  کړي دي او ډير ژر به هر څه په ډاګه کړو.
او ورسره اوسني بريدونو  په ضد کې افغانستان کې لاريونونه او احتجاجونه هم وسوو د پخوا په پرتله د واری هم د پاکستان په ضد شعارونه ورکول سول په لاريونونو کې برخه والو وويل چې بريدونه زموږ د ګاونډي هېواد پاکستان نه شوی ، پر رسنيو باندي هم اوس دغه تاوده بحثونه راون دی چې پاکستان و امریکا ته په پنجاب او بلوچستان ولايتونو کې اډې ورکړي دي ، خو پاکستان حکومت بيا دغه تورونه رد کړې دی ، بلي خوا ته بیا د حزب اسلامي افغانستان مشر انجنير ګلبدين حکمتيار په خبره چې بايد اسلامي امارت ژر تر ژره معلوم کړي چې دغه امريکايي بي پیلوټه الوتکې د کوم هيواد څخه بریدونه  کوي ترڅو هغه هيواد د افغانستان لپاره يوه خطرناک دښمن په توګه وپیژندل شي .
د يادونې وړ ده چې پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو ترمنځ يو قرارداد شتون لري  هغه دا شته چې د افغان او پاکستان خاوره به د يو بل په ضد نه استعماليږي، د طالبانو په افغانستان کې واکمنۍ يو کال پوره شوې خو تر اوسه پورې څه داسې پريکړې او لاسه ته راوړنې نه شوې ، خو البته که څه هم طالبان اوس د پخوا په پرتله سوچ او فکر نه لري او تغیر په کې راغلی دي دا به غلطه نه وي ، اوس طالبانو ته ډير زيات او لوړ او غټ کارونه او چيلنجونو ګوري دا به راتلونکې نيږدې وخت کې څرګنده شي افغانستان پر کم لور راون ده .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه