سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهډاکټر عبدالله د سولې په بحثونو کې د بشری حقوو خونديتوب ته...

ډاکټر عبدالله د سولې په بحثونو کې د بشری حقوو خونديتوب ته ژمنتیا ښودلې

ویب ډیسک

د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله  د افغانستان د بشر حقونو د کمېسیون د رییسې مېرمن شهزاد اکبر او د دې کمېسیون له غړو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

پدې لیدنه کې د کمېسیون رییسې او غړو یې د سولې په خبرو اترو کې د بشرحقونو د ساتنې په تړاو خپل نظرونه، اندېښنې او طرحې د ملې مصالحې عالي شورا رییس سره شریکې کړې.
دوی په خپلو خبرو کې د سولې خبرو اترو په ټولشموله کېدو، د مېرمنو په فعاله حضور او د سولې په هوکړه کې د جنګ د فربانیانو او په اساسي قانون کې د خلکو د حقونو په خوندي توب ټینګار وکړ.

د ملي مصالحې عالي شورا رییس د کمېسیون او د ملي مصالحې عالي شورا ترمنځ نږدې همکارۍ څخه په مننې وویل، د ملي مصالحې عالي شورا د سولې په خبرو اترو کې ستاسو له طرحو او پروګرامونو ملاتړ کوي او د سولې خبرو اترو په هر ډول هوکړه کې یې د بشرحقونو د خوندیتوب ژمنه وکړه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه