دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپخواني دولت وزیر فاروق وردګ هېواد ته راستون شو. 

پخواني دولت وزیر فاروق وردګ هېواد ته راستون شو. 

ويب ډیسک

د طالبانو حکومت کې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویلي، د دوی په هڅو په پارلماني چارو کې د پخواني دولت وزیر فاروق وردګ هېواد ته راستون شو.

فاروق وردګ کابل ته له رسېدو سره سم د کابل پر هوايي ډګر ویلي، په متحده عربي اماراتو کې ځینو افغان سیاستوالو له ده وغوښتل چې د دوی د ستنېدو لپاره هم زمینه برابره کړي.

“زموږ عزت وطن کې دی… هېواد ته په ستنېدو خوشاله یم؛ زموږ کور همدلته دی او زموږ قبر به هم دلته وي”.

دا کمېسیون د تېر نظام له هېواده د وتلو افغان سیاستوالو د بېرته راستنولو لپاره جوړ شوی، چې وايي تر اوسه د دوی په هڅو د پخواني نظام دفاع وزارت ۱۶ پوځي کسان بېرته راستانه شوي.

وړاندې د تېر نظام د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د راستنېدو په اړه هم رپوټونه ورکړل شوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه