یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتاجيکستان سره د شېرخان بندر بيرته پرانيستل شوی دی

تاجيکستان سره د شېرخان بندر بيرته پرانيستل شوی دی

ويب ډیسک

په کندوز کې د طالبانو چارواکې وايي چې له تاجيکستان سره د شېرخان بندر بيرته پرانيستل شوی دی. دغه بندر له دوو اونیو راهیسې تړل شوی و.

طالبانو د بندر د تړل کیدو لامل د تاجيکستان له لوري د افغان سوداګرو د هوکړې خلاف د اسانتیاوو نه ورکول په ګوته کړي ول.

د کندوز ځایي چارواکي خبر ورکوي چې د سه شبنې په ورځ د مۍ ۲۴ مه د شېرخان بندر بیرته پرانستل شوی دی. زیاته شوې ده چې د افغانستان او تاجيکستان ترمنځ صادرات او واردات پیل شوي او سلګونه په توکو بار موټر چې دواړو لوریو ته بند پاتې ول، له پولې تېر شوې دي.

د دغه بندر د تړل کیدو پرمهال افغان او تاجیک سوداګر هم په دواړو خواوو کې بند پاتې وو. شېرخان بندر په داسې حال کې تړل شوی وو چې په وروستیو کې د طالبانو او تاجيکستان ترمنځ پر سرحدي پوله د جنجال خبرونه هم ورکړل شوي ول.

افغانستان له تاجيکستان څخه خوراکي توکي په ځانګړي توګه په لویه کچه اوړه واردوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه