په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د امریکا یوې محکمې ته د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خوندیتوب له پاره دفاعیه وړاندې کړې ده. ویل شوي، دغه دفاعیه د ۳،۵ میلارده ډالرو له پاره وړاندې کړای شوې ده.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ پر ټویټر یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، چې د دغې استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په دغه دفاعیه کې ځان د هېڅ ګوند او اړخ د استازي په توګه نه؛ د افغانانو استازی ور پېژندلی دی.
دغه ټویټ ښاغلی فایق هم خپور کړی دی.
په دغې اعلامیه کې راغلي دي چې د نیویارک یوې محکمې ته په وړاندې کړای شوې دفاعیه کې نصیر احمد فایق ویلي دي چې دغه پیسې باید د سپټمبر د پېښې قربانیانو ته ورنه کړل شي؛ ځکه د ده په ټکو، افغانان هم د سپټمبر پېښې قربانیانو په څېر د «تروریزم قربانیان» دي.
د بایډن حکومت د همدې کال په فيبرورۍ مياشت کې د افغانستان له کنګل شویو ۹ میلیارده ډالرو شتمنۍ ۳،۵ میلیارده ډالر د افغانستان د خلکو په ګټه بیل کړل او پاتې همدومره په محکمه کې د سپټمبر پېښې د قربانیانو تر دعوې لاندې دي، چې اوسنۍ دفاعیه د همدغو پیسو د خوندیتوب په موخه وړاندې شوې ده.


