دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان او ګاونډيو هېوادونو د خارجه وزيرانو ترمنځ ناسته تر سره...

د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو د خارجه وزيرانو ترمنځ ناسته تر سره شوه

ويب ډیسک

د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د مارچ په ۳۱مې نېټې د چين د ان هوی ولايت د هوانګ شان ښار په تون شي سيمه کې تر سره شوه او له يادې غونډې وروسته، د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو د خارجه وزيرانو ترمنځ ناسته هم ترسره شوه.

د اندونيزيا او قطر خارجه وزيرانو هم په دغې ناستې کې ګډون کړی و.

په يادې ناستې کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو خارجه وزيرانو او ګډونوالو د افغانستان له بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي سره خبرې اترې وکړې..

د ناستې ګډونوالو په عمده توګه د افغانانو د ستونزو او غوښتنو، له افغانستان سره د مرستو او په دغه هېواد کې د ورخلاصون او ټولشموله سياسي جوړښت د جوړولو په اړه بحث کړی دی.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه