ليکوال: سيلانی
زموږ د ژبې او ادب پۀ کتابت او ليکوالۍ کې د نورو ربړو او ستونزه ترڅنګ يو هم پۀ غیر علمي او شفاهي توګه د کلماتو اوړون او بدولون دی. دا کار زموږ د ليکوالو پۀ ليکنو کې د یو مقبول او معمول عمل پۀ توګه ترسره کيږي. دوی اوس اوس ډېرې کلمې پۀ هغۀ بڼه کاروي چې څۀ ډول يې تلفظ کوي، چې دا کار د يوې ژبې د معیاري ليکدود خلاف عمل دی. ددغو وييونو لۀ ډلې څخه يو هم د « معنی، معنا » کلمې دي چې د « مانا» پۀ بڼه يې کاروي.
زموږ ډېری ليکوال « مانا» د استاد زیار پۀ قول او تائيد سره کاروي، پۀ څو ليکنو کې مې تر سترګو شوي، چې کارونکي يې ادعا کوي، چې زیار صاحب پۀ دې باور دی چې دا کلمه پۀ اوستا کي پۀ همدې بڼه « مانا » کارول شوې ده، نو اصلي بڼه یې « مانا » ده او دا بڼه یې سمه ده. ځينې لیکوال یې د سلاست او ساده ګۍ پۀ موخه کاروي يا هم دا ادعا کوي چې یوه کلمه څۀ ډول ویل کيږي هماغه ډول باید وليکل شي.که موږ د وروستۍ ادعا پر بنسټ عمل وکړو نو بیا عبدالله، شاه محمود، شاه ولي… هم باید اودولا، شاماموت او شاولي ولیکو….
ما اویستا نۀ دی لوستی او نۀ هم پۀ اوستا پوهېږم، خو د استاد زیار پۀ قول دا خبره لولم چې د «معنی» کلمه د مانا پۀ بڼه پۀ اوستا کې کارول شوې ده. ماته دا خبره تر ډېره علمي او منطقي نۀ بريښي، چې د ويوې کلمې لۀ ريښې پرته د يوې متعارې کلمې اصلي بڼه پۀخپلۀ ژبه کې وموندو او د غږونو د ورته له امله دا ځينې کلمې پرته لۀ ريښه شناسۍ د یو بل پرځای وکارو.
غواړم پۀ دغو درېيو کلمو لږه تبصره وکړم لوستونکي دې هم خپل نظريات، پشنهادات او نیوکې راسره شريکه کړي، تر څو یوې ځانګړې پايلې ته ورسېږو.
« مانا»: دا کلمه پۀ زند او پازند کې د خدای، ایزد تعالی او څښتن پۀ معنا کارول شوې ده. دساتیر پۀ فرهنګ کې ( ۲۶۵ م) کې دا کلمه د برهان پۀ قول: « باید دانست کۀ مونا بلوا و خدا را ګويند»همدارنګه د هزوارش مئونا، مونا پۀبڼه هم کارول شوې ده. « دهخدا»
مانا: د ماندن او مانستن د صفت پۀ توګه د مثل، مانند، ورته والي او تشبېه معنا کارول شوې.
مانا: د ونې، ګياه او ناروغۍ پۀ معنا هم کارول شوې ده.
مانا: فرانسوي ويی دی. هغه خپلواک مادي او معنوي ځواک چې هر چېرې او هر ځای خپور شوی دی او پۀ هرځای کې د هرو ژونديو ژويو، شعارونو او ځيزونو کې ګډون لري. « دروکيم» مانا هغه خدای ګڼي چې پخوانيو بدوي وګړو هغه لمانځل. هغه خدای دی چې نۀ شخصیت لري، نۀ هم نوم او نۀ هم تاريخ خو پۀ ټولو ځايونو او څيزونو کې خپور دی. د هغۀ مادي بڼه هماغه « توتم » دی. د خدایانو، پخوانيو، ادیانو او انسانانو ترمنځ د معرفت او عمل ريښه باید د مانا پۀ کلمه کې ولټول شي. ( فرهنګ معین، فرهنګ عمید)
د دري ژبې ډېرو شاعرانو دا کلمه« مانا » پۀ خپلو شعرونو کې کارولې ده، چې ځينې بېلګې یې دلته تاسو ته وړاندې کوم:
مانا عقیق نارد هرگز کس از یمن
همرنگ این سرشک من ودولبان تو.
سپهبد سوی ترکش آورد چنگ
کمان را به زه کرد تیر خدنگ…
بلرزید برخود چو برگ درخت
به خود گفت مانا کۀ برگشت بخت.
« فردوسی »
مرا گفت مانا غلط کرده ای ره
به یک ره فتادی ز ره بر کرانی.
فرخی (دیوان چ عبدالرسولی ص 385).
گرنه ردیف شعر مرا آمدی به کار
مانا کۀ خود نساختی اسکندر آینه.
خاقانی.
مرا دلی است پر از ماجرای گوناگون
کۀ نیست مخفی بر رای مولوی مانا.
کۀ پورته بيتونو ته ځير شو، نو یادو شاعرانو دا کلمه د عربي ژبې د « معنی » پۀمفهوم نه ده کارولې.
د مانا مترادف وييونه: تلپاتې، پايا، جاويدان، شېبه،مثل، مانند اوظاهر…
مانا: د ماندن د صفت پۀ توګه د ماندنی، پایدار پۀ معنا پۀ پهلوي ژبه کې د مانند و مانند بودن، ماندنی، پایدار پۀ معنا کارول شوې ده. او پۀ ياده ژبه کې یې مشابه کلمې عبارت دي لۀ ماناسه، مانای و مانترا را دي… (فرهنګ لغت آبادیس )
مانا: پۀ پلی نزیایی اسطورو کې پۀ دې ډول کارول شوې ده: « در اسطورههای پلینزیایی، مانا (Mana) نیرویی فراطبیعی و فراگیر است کۀ در جهان مرئی و نامرئی ساری و جاری است و دو جهان را نیز به هم مرتبط میکند.[۱] در برخی سنتهای اساطیری پلینزی، مانا به عنوان ماده و مایهای دانسته میشود کۀ برای جادو لازم است. برای پلینزیاییها مانا حکم قدرت و احترام و آبرو را داشت. افرادی کۀ از مانا برخوردار بودند افراد قدرتمند و مهمی بودند. نه تنها افراد بلکۀ نهادها و دولتها و اشیای غیرزنده نیز میتوانند مانا داشته باشند.
در باور بومیان هاوایی، بسته به کارهایی کۀ انجام میدهیم میتوانیم مانا بهدست آورده یا مانا از دست بدهیم. نیاکان مردم هاوایی همچنین بر این باور بودند کۀ جزیره مولوکای نسبت به جزیرههای همسایه خود مانای قدرتمندتری دارد.» (Keesing, Roger. 1984. Rethinking mana. Journal of Anthropological Research 40:137-156)
معنی: عربی ویی دی، چې د مقصود، مفهوم و مضمون کلام، طلب، موضوع، باطن، قصد کړای شوی، مقصود، دلیل، سبب، رنج دیده… او دې ته ورته معناوو کارول شوې ده. ( فرهنګ عمید، دهخدا، معین….) ددې کلمې د ريښې پۀهکلۀ مې يو ځای د اجمل ښکلي پۀ يوه ليکنه کې ولوستل چې د يادې کلمې ريښه « عین» سترګې ګڼي، خو د کوم عربي او داخلي ماخذ يادونه نۀ کوي. خو د هخدا وېپانګې پۀ یوه برخه کې ددې کلمې د ريښې پۀ هکله يو ځای کې اشاره کيږي، چې عربان پۀ مبالغه کې وايي« عناء معن؛ یعنې رنج بسیار » ( دهخدا)
معنا : د معنا کلمه هم لۀ آره د عربي ژبې لۀ معنی څخه اخستل شوی، دا چې زموږ او ځينو نورو ژبو کې چې ( معنی) ی یا هم د مقصورې ی پر ځای الف کارول کيږي يا هم د الف پۀ توګه تلف کيږي، نو د معنی پر ځای معنا کاروي. فرهنګونو يې هم معنا او رجوع د « معنی » کلمې ته کړې ده. همدارنګه ځينو فرهنګو لکه: معین دا کلمه د جمع پۀ معنا کارولې ده. لکه : « مضمون، مفهوم او ج. معانی». ( دهخدا او معین)
هېره دې نۀ وي چې د پښتو ژپې پۀ لاسوندو لرغونو او منځنيو متونو کې او د دري ژبې پۀ لرغونئ، منځنیو او اوسنيو متونو کې دا کلمه د « مانا » پۀ بڼه نۀ ده کارول شوې، بلکې برعکس د « معنی او ځينو موارد کې د معنا » پۀ بڼه کارول شوې ده.
پۀ پای کې غواړم د بحث جمع بندي پۀ دې ډول سره تاسو لوستونکو ته وړاندې کړم: د زیار صاحب دا خبره چې د « معنا یا معنی» کلمه پۀ اوستا کې د « مانا » پۀ بڼه کارول شوې ده، لۀ څو اړخونو د تبصرې وړ ده. هو، پۀ اوستا، زند او پهلوي کې د « مانا » پۀ بڼه کارول شوې ده، خو هغه پۀ بله معنا کارول شوې ده، چې پورته لیکنه کې يې يادونه شوې ده او هغه کلمه ( مانا) د معنا معادل نشي کېدلی، ځکه د مانا کلمه موږ ته دا څرګندونه کوي چې پۀ اوستا کې د معنا لۀ پاره پۀ هماغه وخت کې کومه بله ځانګړې کلمه موجوده وه او کارول کېده.
بله خبره داده چې د « معنی یا معنا » ویی زموږ ژبو ته لۀ عربي ژبې څخه د مستعار پۀ توګه را دننه شوې ده او د « معنی او مانا » ريښې او د ژبو کورنۍ سره توپير لري، نو دا بېله کلمه ده او هغه بېله يوازې د غږپوهنې لۀ اړخه یې غږونه سره هم قافیه دي، نور د ريښه شناسۍ لۀ اړخه کوم ډول اړيکې سره نۀ لري.
بله موضوع داده چې دري او پښتو ژبې د يوې کورنۍ له ژبو څخه دي او تاريخي ريښې يې هم يوې ژبې ته رسيږي، خو د دري ژبې ژبپوهان مانا او معنی دوه بېلې او د دوه جلا کورنيو کلمې ګڼي او وايي چې مانا د معنی معادل کېدلی نشي.
زه د يادو کلمو پۀ کارونه کې معقوله، علمي او منطقي بڼه « معنا » بولم. او دا پرېکړه زۀ د خپلې دپوهې او معلوماتو پربنسټ کوم. لۀ لوستونکو هيلۀ کوم چې پۀ دې برخه کې خپل نظريات، پشنهادات او نیوکې را سره شريکې کړي.


