سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان د نارینه او ښځینه وو په ګډون د هېواد د ټولو...

طالبان د نارینه او ښځینه وو په ګډون د هېواد د ټولو اتباعو حقوقو ته ژمن دي

ويب ډیسک

د طالبانو په مشرۍ حکومت د بشري حقونو د یوه تنظیم د نیوکې په غبرګون کې چې ویلي یې دي د طالبانو سپارښتنه له شریعته پرته پر سفر بندیز لګول د ښځو زندان ته تګ دی او دا یې د ځان پر ضد منفي تبلیغات بللي دي.

 

د طالبانو په مشرۍ د حکومت ویاند انعام الله سمنګاني نن دوشنبه د ډېسمبر ۲۷مه، د بشري حقونو سازمان خبرو ته په ځواب ویلي چې د ا.ا پر وړاندې دا ټول «سوچه تبلیغات» دي.

 

هغه ټینګار وکړ چې طالبان د نارینه او ښځینه وو په ګډون د هېواد د ټولو اتباعو حقوقو ته ژمن دي او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د کار او زده کړو حق تضمینوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه