دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسعودي عربستان کابل کې د ایسارو افغان مساپرو د اقامې نېټې غزوي.

سعودي عربستان کابل کې د ایسارو افغان مساپرو د اقامې نېټې غزوي.

 

کابل کې د عربستان سفیر الاسناد مشعل الشمري د قونسلي چارو له رئیس مولوي محمد شفیق خطیب سره په لیدنه کې ویلي، چې موږ په سیستماتیک ډول کابل کې د ایسارو افغان مساپرو لپاره د اقامې نېټې غزوو.

نوموړ ی وايي؛ تر څو چې د افغانستان وضیعت عادي حالت ته نه وي ګرځېدلی او د کرونا وبا نه وي ختمه شوې هېڅ افغان مساپر ته د اقامې ختمېدو خطر نشته.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان عامې روغتیا وزارت دې د بهرنیو چارو وزارت په منځګړیتوب د عربستان د بهرنیو چارو وزارت ته یو مکتوب ولېږي، تر څو په کابل کې د بند پاتې افغان مساپرو د کرونا واکسین کارتونه تایید کړي، چې ورسته بیا په درېیم هېواد کې له څوارلس ورځو قرنطین خلاص او د تګ بهیر یې پیل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه