لیکنه: ثاقب خان
اوله برخه
د هند مشهور دیني عالم او لیکوال مولانا وحیدالدین خان افغانستان ته د تلو وروسته د یادونه لپاره ده سترګو کتو حال په مقاله کې لیکي دغه مقاله په اردو ژبه لیکل شوي چې د مقالې سر خط د “سفر نامه افغانستان” په نوم ثبت ده. ده د په وینا د افغانستان سیاسي حالاتو ته مې ژوره کتنه کړي او زه هلته زیات تشویق شوم کله چې ده افغانستان دننه خلکو سره مې وخت تېر کړلو.
نوموړي وایي، کله چې ما لومړي ځل د کابل یوه اوسېدونکې سره وکتل ما تره پوښتنه وکړه چې د افغانستان پخوانی پاچا امیر امان الله خان څنګه پاچاهي کوله نو دغې سړي په ځواب کې راته وویل چې امیر امان الله خان د افغانستان یو ځیرک او پوه پاچا و هغه غوښتل چې افغانستان پرمختګ وکړي خو دې یې دغه کار ته پرې نه ښود.
مولانا وحیدالدین خان زیاته کړي او وایي، بله ورځ سهار وختي په یوه قوه خونه کې له افغان زدکونکو سره وکتل او تر هغوي مې وپښتل چې امیر امان الله خان یو څنګه پاچا و؟ په ځواب کې هغوې زه تشویق کړم هغه په دې چې هر یوه به یې صفات بیانول او دې نه مخته مې چې د امیر امان الله خان په اړه څه اوریدلې و د هغو ټولو متضاد خبرې افغان وګړیو کولې.
هغه د افغانستان په اړه نور هم لیکي او زیاته کړي یې د، ده دغو ورځو په تېریدو د جمعې مبارکه ورځ راغله او خلکو راته و ویل چې ده جامع وزیر محمد اکبر خان جومات دلته له ټوله غټ او ښکلې جومات ده زه هم دغه جومات ته لاړم له خطبې وړاندې ده دغه جومات مولا په فارسي ژبه تقریر کاوو او وویل چې: کنتم خیر امت اخرجت للناس(شما امت بہتر است) امروز حقیقت اسلام بہ دنیا واضح است.
د دغه مولا خبرو په اورېدو زه سخت حیران شوم ولې چې په هند کې مې تر اوسه پوري داسي خبرې له یوه مولوی له خولې نه دې اورېدلې او ما له ځان سره و وویل په دغه سې هېواد کې مولویان چې خلک دین ته رابولې او د دین ښکلا نه خبروي ویلي د جهاد به نوم دلته ورځ تر بلې جنګ ډېریږي.
خیر د خطبې وروسته د صفونو برابر وخت راغې کله مې چې وکتل به هغه ساعت ټول خلک تکبر اورېدو ته تیار و او سفونو داسې جوړ و لکه یوه جنګیالې لښکر ما به کله چې هند کې به جامع جومات کې لمونځ ادا کاوو نو له خطبې وروسته به ۲۰/۲۵ خالې دا چغارې وې چې “راسې مخته، راسې مخ صف ډک کړئ” خو چې ومې لېدل افغانان اول هم ټول صف دسته ناست دې نو ده دغو چغارو کوم لړۍ مې له غوږو تېره نشو او زه یې زیات حیران کړم چې دا خلک څومره پوه او په دین مین دي.


