پښتو جرنل
د کوټې په سول لائن تهاڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون، د عوامي نيشنل ګوند ايالتي مشر اصغر خان اڅکزي ،رشید ناصر، نورباچا، او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی خوشحال خان کاکړ باندې د لاوډ اسپیکر ایکټ نه د سرغړونې مقدمه د ځايي پوليسو لخوا جوړه کړل شوې .
مقدمې کې لیکل شوي چې دوي د پاکستان ضد ویناوې او نارې ویلي دي .
یاد دې وي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د کوټې غونډې اجازه نه وه ورکړل شوې او له دې سره سم د بلوچستان حکومت په منظور پښتون د راتګ بندیز لګولی و ، خو د بندیږ برسيره هم منظور پښتون کوټې راورسېده او یادې غونډې ته ئي وینا وکړله .
د یادې مقدمې په هکله منظور پښتون په خپلې فیس بوک پاڼې دریځ څرګند کړئ او وايي چې پاکستان د تحريک لیبک په څېر تندروی ډلې مقدمې بیرته واخستې خو د پښتنو په پرامن تحریک پر ضد نورې او نورې مقدمې جوړوي.
پاکستان کې تل د پښتنو سره توپیری چلند راوان دې او تر دې حده غلام ساتلو هڅې کیږي چې د خپل وطن غم او درد ویلو اختیار هم نه ورکول کيږي.
د پیرنګي په وخت کې داسې ناوړه عمل پر ضد زمونږ د وطن مشرانو لویه مباریزه وکړه خو د پیرنګي د تګ نه پس هم هغه کړنې له تر اوسه پورې د پاکستان له خوا زمونږ د پښتنو سره راوان ده ،هم په هغه څېر خپل وطن په غم ،درد او امن خبرې کولو باندې هم بندیزونه دي.



