ویب ډیسک
په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د نجونو ښوونځيو له بيرته پيليدو څخه ډاډ ورکړی دی.
د طالبانو د حکومت مرستيال ویاند بلال کريمي د پنجشنبې په ورځ د ذبیح الله مجاهد له قوله ليکلي دي: «زموږ خویندې دې ډاډه اوسي چې ښوونځي يې پيليږي.» په دغه ټويټ کې ويل شوي دي چې د طالبانو حکومت د یو داسې ميکانیزم چې «اسلامي اصولو او ملي ګټو مطابق وي» د جوړيدو په هڅه کې دي، چې تر هغه وروسته به د نجونو ټولو ښوونځي او تعلیمي مرکزونه فعاله شي.
طالبانو په اګست میاشت کې واک ته تر رسيدلو وروسته ډېري حکومتي مامورينې پر کور کينولې او دغه راز يې اعلان وکړ چې نجونې یوازې تر شپږم ټولګي پورې کولی شي ښوونځيو ته ولاړې شي.
خو دوی په روغتیا برخه کې ښځينه کارکوونکو ته د کار او دغه راز د تحصیل اجازه ورکړې خو ټينګار کوی چې دغه فعالیتونه باید د اسلام د اصولو مطابق وي.


