د بلوچستان ایالت کوهلو په سیمه کې د انجونو ښوونځي کې چاودنه شوې
د ځایي لیویز سرچینو په وینا، د یونین کونسل سفید کوهلو په رحمان اباد سیمه کې په یوه دولتي ښوونځي کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه شوې ده.
چاودیدونکي توکي د ښوونځي دروازې سره نصب شوي وو، چاودنې د ښوونځي ودانۍ ته زیان اړولی دی.
د لیویز پولیس سرچینې وايي چې چاودنه د رموټ کنټروا بم وه، لیویز ځواک د سیمې شاوخوا د چاودنې نور شواهد راټولول پیل کړي دي.


