دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچين: د ګردې نړۍ پرمختګ وړانديز له ټولو هېوادونو سره شريکوي

چين: د ګردې نړۍ پرمختګ وړانديز له ټولو هېوادونو سره شريکوي

ویب ډیسک
د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د نومبر په ۸مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وويل، چې چین د ګردې نړۍ د پرمختګ په وړاندیز کې د ټولو هېوادونو د ګډون هر کلی کوي.

چین غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره د ګډې مشورې، جوړونې او شریکونې پر نظرونو او څواړخيزم ټينګار وکړي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا د ګړندي تطبيق او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.

 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریس څو ورځې مخکې ويلي، چې د ګردې نړۍ پرمختګ وړانديز چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی، د نړۍ د مساواتو او برابر پرمختګ د هڅولو لپاره مهم او فعال ارزښت لري. ملګري ملتونه له دغه وړانديز پوره ملاتړ کوي او غواړي په دې برخه کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه