بهرنيو چارو وزارت وايي، چین ته د جلغوزو صادرات سر له نن څخه بیا پیلیږي
د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو رسنيو ته ویلي چې چین ته د جلغوزیو صاردات سر له نن څخه بیا پیلیږي.
د ياد وزارت په وينا، د جلغوزو لومړنۍ الوتکه به د چین شانګهای ته ځي او په دې تړاو نن څخه په کابل هوايي ډګر کې غونډه هم نیول شوې ده.
چین او افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو د اکتوبر په ۲۶مه په دوحه کې چین ته د جلغوزو پر صادراتو تفصیلي بحث وکړ چې چینايي لوري په دې اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی و.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د چین بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې هغه ته د افغانستان جلغوزي ډالۍ کړي وو.


