دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلوچستان اسمبلۍ د اکتوبر په ۲۰ د جام کمال په ضد بې...

بلوچستان اسمبلۍ د اکتوبر په ۲۰ د جام کمال په ضد بې باوري رایې اخلي

ويب ډیسک

په بلوچستان اسمبلۍ کې د وزیراعلی جام کمال خلاف د عدم اعتماد رایې د کارولو په اړه غونډه د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه غوښتل شوې ده.

په بلوچستان کې له تېرې څه مودې راهیسې د وزيراعلی جام کمال له څوکۍ څخه د لرې کولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي. واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ او د اتحاديانو شاوخوا ۱۴ غړو د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه د وزيراعلی پرضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړی و.

بل خوا جام کمال د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه په کوټه کې خبرې غونډه کې باور وښود چې د ګوند ځینې مرور غړي يې پخلا کړي دي.

د اکتوبر پر ۱۵مه، د بلوچستان سپیکر میر عبدالقدوس بزنجو په کوټه کې خبریالانو ته وویل، د وزیراعلی خلاف د عدم اعتماد رایه به د هغه په خیال کامیابېږي ځکه چې د ناراضو غړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه